1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه کې د ناکامې کودتا وروسته تصفیوي عملیات دوام لري

۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د ترکیې حکومت په تیرو ورځو کې له یوې ناکامې کودتا وروسته تر اوسه پورې کابو ۲۰ زره کسان نیولي او یا یې هم له خپلو دندو گوښه کړي دي. په هغو کې پوځیان، پولیس، قاضیان، څارنوالان او ملکي مامورین شامل دي

https://p.dw.com/p/1JRP7
انځور: picture-alliance/AA/M. Kula

د ترکیې په ناکامه کودتا کې د لاس درلودلو په تور د نیولو شوو کسانو له لړۍ دوام څخه، که هغه پوځیان دي، که پولیس او که قاضیان او یا هم ملکي مامورین ولسمشر رجب طیب اردوغان ستاینه کړې ده. تر دوشنبې پورې د کودتا په تړاو د نیول شوو کسانو شمیر ۷۵۴۳ ته ورسید.  په هغوی کې ۶۰۰۰ پوځيان، ۱۰۰ پولیس افسران، ۷۵۵ قاضیان او څارنوالان او ۶۵۰ نور ملکیان  شامل دي.

د دوشنبې په سهار یوه لوړ پوړي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته وویل چې ۸۰۰۰ پولیس افسران چې ځینې په انقره او د استانبول په ستر ښار کې مستقر وو، په کودتا کې د لاس درلودلو په تور له خپلو دندو گوښه کړای شوي دي.

دغه راز د ترکیې د مالیې وزارت یوه چارواکي وویل چې د هغه په وزارت کې هم د ۱۵۰۰  کسانو ماموریت تعلیق شوی دی.  د ترکیې CNN تلویزونې شبکې وویل چې ۳۰ والیان او څه د پاسه ۵۰ لوړ پوړي ملکي مامورین له دندو گوښه کړاي شوي دي. سربیره پر دې د حکومت د څه د پاسه درې میلیونو ملکي مامورینو رخصتي ځنډول شوې ده. د هغو قاضیانو شمیر چې دندې یې د تعلیق په حال کې راوستل شوي دي ۳۰۰۰ ته رسیدلی دی. نور رپوټونه وايي چې د کورنیو چارو په وزارت کې هم تصفیوي عملیات دوام لري.

لوړ پوړي چارواکي تر تحقیق لاندی نیول کیږي

د ترکیې د دولتې خبري آژانس «انادولو» د رپوټ له مخې جمعا ۱۰۳ جنرالان او امیرالبحر د پوښتنو او گرویږنو له پاره نیول شوي دي. د هغو په جمله کې د هوايي ځواک پخوانی قوماندان جنرال اکین اوزترک هم شامل دی چې د دوشنبې په ورځ د یوې جنايي محکمې پر وړاندې ښکاره کړای شو.  اوزترک دا رد کړې ده چې د کودتا د توطیې طراح وو. نوموړي خبري آژانس د هغه له خولې وویل: «زه هغه یو شخص نه یم چې کودتا پلان کړم او یایې رهبري کړم. دا چې چا دا کودتا پلان کړې او یا رهبرې کړې ده، زه نه پوهیږم.»

نوموړي قوماندان وروسته په دولتي تلویزیون کې ښکاره کړای شو چې هغه په توقیف کې دی او داسې  معلومیده چې سخت وهل شوی، وینې کړای شوی دي او غوږ یې په بنداژ تړل شوی دی.

هوايي هډه کې پلټنه

د انادولو د خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکیې په جنوب کې د «انجیرلیک» پر هوايي هډې هم د دوشنبې په ورځ هجوم یوړل شوی او اووه تنه پوځیان هلته نیول شوي دي.  ترکي چارواکو وویل چې یو گڼ شمیر نور کسان په کودتا کې د لاس درلودلو په تور له دې مخکې نیول شوي دي. له نوموړې اډې څخه د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په مشرۍ یو نړیوال ائتلاف  په عراق او سوریه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې پرضد د هوايي حملو له پاره کار اخلي. په دغې اډې کې د هستوي وسلو یو ستره زیرمه هم پرته ده.

دغه تصفیوي عملیات په داسی حال کې دوام لري چې د نړۍ یو گڼ شمیر مشرانو اردوغان ته خبرداری ورکړی چې له دې موقع څخه په استفادې سره د خپل قدرت د لا ټینگولو او د خپلو مخالفینو د ټکولو له پاره کار وا نه اخلي، هغه یوه ستراتیژي چې له  دې مخکې له اروپا سره یې د هغه اړیکې خړې پړې کړي دي. د اروپا د اتحادېې د بهرنیو چارو وزیرانو د ترکیې پر حکومت باندې د ناکامې کودتا په تړاود زغم او لاس نیوي له پاره غږ کړی دی.

په هغې اعلامیه کې چې په بروکسل کې هغوی خپره کړې ده راغلي دي چې: «د زورزیایتو د پای ته رسولو، د خلکو ژوند د خوندي ساتلو او د آرامۍ د بیرته اعاده کولو له پاره باید  ټولې اړینې هڅي وشي.»

د ناټو عمومي منشي ینز ستولتنبرگ، له نوموړی غوښتنی سره یو ځای شوی او پر ترکي مشرانو یې غږ کړی دی چې د هغو کسانو په برخه کې چې د ناکامې کودتا مسوولیت پر غاړه لري، د قانون واکمني مراعات کړای شي. خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو هغه انتقادونه رد کړل چې د کودتا له مظنونو کسانو سره ناوړه چلند شوی دی او ویې ویل چې دغه ډول انتقادونه  له ناکامې کودتا سره ملاتړ پیاوړي کوي.

څارونکو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د دولت په کلیدي تأسیساتو کې تصفیوي عملیات ښايي ناخوال عواقب ولري. د هغوی په نظر ښايي په انقره او استانبول کې د وروستیو تروریستي حملو څخه وروسته امنیتي خطرونه نور هم زیات شي او د کردي یاغیانو پرضد جگړه نوره هم پراخه شي.