1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه او روسیه په دفاعي برخه کې لا زیات نږدې کیږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

د ناټو د غړو هیوادونو ترکیي او امریکا ترمنځ د «اس-۴۰۰» ډوله توغندیو سیستم د خریدارۍ په هکله لانجه لا پای ته نه ده رسیدلې، چې ترکیې له روسیي سره په ګډه د «اس-۵۰۰» نویو توغنديو د جوړولو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Ik7W
Waffensystem: Flugabwehrrakete S-400 Triumf
انځور: picture-alliance/dpa/D. Rogulin

د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې ترکیه او روسیه به په ګډه «اس-۵۰۰» ډوله توغندیو دفاعي سیستم جوړ کړي. د ترکیي ولسمشر د شنبې په ورځ په استانبول کې ځوانانو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: «هیڅ امکان نه لري چې د اس-۴۰۰ډوله توغندیو دفاعي سیستم له معاملې څخه دې پر شاتګ وشي.» د اردوغان په خبره د دې معاملې تر بشپړیدو وروسته به د اس-۵۰۰ ډوله توغندیو پر جوړولو ګډ کار پيل شي.

دا خبره مهمه ده چې امریکا متحده ایالات د ترکیي له خوا له روسیي څخه د اس-۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم پر خریدارۍ سخت اندیښمن دي. د واشنګټن چارواکي اندیښنه لري چې که روسیه دغه سیستم ترکیي ته ورکړي، نو روسیه کولی شي د توغندیو د دې دفاعي سیستم له طریقه د شمالي انتلانتیک دفاعي سازمان (ناټو) جاسوسي وکړي.

همدا دليل دی چې د ناټو د دغو غړو هیوادونو (امریکا او ترکیي) ترمنځ پر دې معاملې ترینګلتیا مخ پر ډیریدو ده. د امریکا له خوا د سوریایي کردي ملیشو ملاتړ هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف یو بل ټکې دی.

د امریکا له خوا داسې اندیښنه هم ښوول شوې وه چې د اس-۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د امریکا له اف ۳۵، ډوله جنګي الوتکو سره همغږی نه دی. د ترکیي ولسمشر د شنبې په ورځ په دې اړه د امریکا د انديښنو په غبرګون کې وویل چې ترکي چارواکو په دې اړه تخنیکي څیړنې کړې دي او داسې کومه ستونزه یي نه ده موندلې.

د یادونې وړ ده چې ترکیه له امریکا څخه اف ۳۵، ډوله جنګي الوتکې پيري، خو له روسي سره د اس-۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د معاملې له کبله امریکا له ترکیي سره د دغه ډول جنګي الوتکو د پلورلو قرارداد د ځنډولو ګواښ کړی دی.

یو شمیر ترکي پیلوټان په دې ورځو کې په امریکا کې دي او د اف ۳۵، ډوله جنګي الوتکې د پرواز په برخه روزنه ترلاسه کوي. اردوغان زیاته کړې: تمه ده چې له روسيي څخه به د توغندیو دفاعي سیستم د جولای په میاشت کې او یا کیدای شي تر هغې مخکې ترلاسه کړي.

دویچه ویله/ ش. ن/ س.ر