1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه کي بيا يو آلمانی په بند محکوم سو

۱۳۹۷ شهریور ۲۳, جمعه

د قضيې طرز هغه پخوانی دی. يو ځل بيا د يو آلماني تابعيت لرونکي پر ضد «د ترهګرۍ د پروپاګنډ» کولو تور لګول سوی دی. د تور له مخي دغه کس په خواله رسنيو کي خپل نظر څرګند کړی وو.

https://p.dw.com/p/34rtd
Türkische und Deutsche Flagge
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په ترکيه کي پر يو آلماني تابعيت لرونکي د درو کالو او يوه نيمي مياشتي د بند سزا راوتلې ده. د دغه خبر پخلی د ياد کس وکيل د آلمان خبري آژانس ته کړی دی. وکيل زياته کړې ده چي د محکمې د دغه فيصلې پر ضد به د مرافعې غوښتنه وکړي.

د دې څخه تر مخه د آلمان د (NDR)، (WDR) او «زيود دويچه څايتونګ» رسنيو مشترکي تحقيقاتي ډلې د دغې قضيې په تړاو راپور خپور کړی وو. د دغه راپور له مخي محکوم سوی کس د آلمان د هامبورګ ښار يو ټکسي چلوونکی دی. زياته سوې چي محکمې په خپله فيصله کي دا تور ثابت سوی ګڼلی چي ګواکي دغه کس په سوشل ميديا یا خواله رسنیو کي د ترهګرې ډلې په حق کي تبليغات خپاره کړي ول.

لا آزاد، خو صرف په ترکيه کي
 

د رسنيو د راپورونو له مخي د دغه کس پر ضد اورول سوې د بند سزا په لومړي سر کي ځنډول سوې ده. زياته سوې چي دغه کس له توقيف څخه آزاد سوی خو له ترکيې څخه د وتلو اجازه نه لري. د رسنيو يادي ډلې د اګست مياشتې په منځ کي په خپل يو راپور کي ليکلي ول چي د الهامي په نوم دغه کس د زاري بازاک په نوم خپل پلرني کلي ته د خپلي مور د ليدلو له پاره تللی وو چي هلته ونيول سو. دا په دې تور چي ګواکي پر فيسبوک يې د ترکيې د حکومت پر ضد انتقادونه کړي ول.

ډېره چټکه محاکمه

د دغه کس محاکمه په ډېره چټکه توګه عملي سوې ده. دا په داسي حال کي چي عموما تورن کسان په ترکيه کي په مياشتو مياشتو په تحقيقي توقيف کي وي، څو هغوی په رسمي توګه په محکمه کي تورنيږي. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ترمخه لا ويلي ول چي په ترکيه کي شپږ آلمانيان د سياسي دلايلو پر اساس په توقيف کي دي. دغه توقيف د څو کالونو راهيسي د آلمان او ترکيې تر منځ د اړيکو د ستونزمنو کېدلو لامل دي.