1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه نه غواړي د سوريي شمال دوامداره کنترول کړي

۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبه

آيا دا د غربيانو د خوښ ساتلو له پاره یو مانور دی؟ او که نور څه يي ترشا پټ دي؟ د ترکيې حکومت غواړي په سوريه کي د دوی د سرتيرو په کنترول کي سيمي، بيرته سوريي ته وسپاري، خو په اړه يي کوم شرطونه نه دي بيان کړي.

https://p.dw.com/p/3SD8N
Militärischer Konflikt in Syrien | Kurdenmiliz YPG
د روسیې په حواله ، د کُردي ملیشو ۳۴زره جنگیاليو له خپلو وسلو سره د سوریی شمال پری ایښی دیانځور: picture-alliance/dpa/B. Ahmad

د YPG په نامه کردي مليشې د سوريي له شمال څخه وتلي او ترکي سرتيري د سيمې ځيني برخي کنترولوي. خو که سړی د ترکيې د حکومت په خبرو باور وکړي نو دغه ډول حالت به دايمي نه وي.

د ترکيي د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو، په ژنيو کي ويلي دي: »که د سوريي د حکومت په وسه پوره وي چي خپل هيواد وساتي او د ترهگرو سازمانونو پرضد مبارزه وکړي، نو زه فکر کوم چي دغه سيمې بايد بيرته دمشق ته وسپارل سي.«

هغه زياته کړې ده چي ترکيي په سوريه کي دغه سيمې له کردي مليشو او داعش څخه پاکي کړي دي.

Militärischer Konflikt in Syrien | Türkischer Außenminister Cavusoglu in Genf
د ترکيي د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلوانځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Shcherbak

ترکي ځواکونو د روان کال د اکتوبر مياشتي پر۹مه نيټه د کردي مليشو پرضد پوځي عمليات پيل کړل. ترکيه دغو مليشوو ته په ترکيه کې د کردانو PKK ياغيانو ته د نژديوالي له امله د ترهگرو په سترگه گوري. امريکا متحدو ايالاتو ته بيا برعکس د YPG په مشرتوب د سوريې ديموکرات ځواکونه SDF له داعش سره په مبارزه کي يو مهم ملگري شميرل کيږي.

څه وخت مخکي کردي ځواکونو ته شپږ ورځي وخت ورکړل سوی وو چي د سوريي له شمال څخه په بشپړ ډول ووزي. لکه څرنگه چي د روسيې د دفاع وزارت خبر ورکړی، ددغه ضرب الاجل تر پای ته رسيدو مخکي لا د سه شنبې په ماښام ټولي کردي مليشې له نوموړي ځای څخه ووتې.

همدارنگه زياته سوې ده چي کردانو په مجموعي ډول ۳۴ زره نارينه، له ترکيي سره، ۳۰ کيلومتره سرحد څخه ايستلي دي چي په ترڅ کي يي ۳۰۰۰ وسلې او پوځي تخنيکي وسايل له ځانه سره وړي دي.

Militärischer Konflikt in Syrien | Russischen Militärpolizei und Kurdenmiliz YPG
د سوریی پوځي کړکیچ: د روسیی پولیس له کُردي ملیشو سره انځور: picture-alliance/dpa/B. Ahmad

چاووش اوغلو د مسکو له خوا دغو څرگندونو ته په اشارې سره ويلي دي چي سړی بايد پر روسي متحدينو باندي باور وکړي او که په راتلونکی کي د کردي مليشو جنگيالي بيرته په دغه ځای کي راڅرگند سي، نو هغوی به ووژل سي.

د ترکيي د ولسمشر د اړيکو مدير فاحرتين التون د تويتر له لاري ليکي دي»موږ به د گډو گزمو له لاري دا معلومه کړو چي آيا ترهگر واقعاً شاته سوي دي او که څنگه. د سوريي د واکمن بشارالاسد د ملاتړي په توگه روسيې، او د ترکيې مشرتابه په تيرو اونيو کي په گډه سره دې هوکړي ته رسيدلي چي د سوريي په شمال کي له ترکيي سره سرحدي سيمې په گډه سره کنترول کړي. 

د خوراک نړيوال پروگرام (WFP) په حواله د سوريي په شمال کي بشري حالت همداسي ناوړه پاته دی. ددغه پروگرام وياند هيروي فيرهوزل، په ژنيو کي ويلي دي: »ډيرو کسانو هرڅه شاته پري ايښي او مجبورسوي دي چي وتښتي.» هغوی تر هرڅه دمخه خوراکي توکو، دارو درملو، کاليو او د ورځني ژوندانه مهمو شيانو ته اړتيا لري. له هغو ۱۰۸ زره اوسيدونکو څخه چي د ترکيي تر مداخلې وروسته بې ځايه سوي، ۱۰۶ زره يي لا د تيښتي په حال کي دي.

G.P/N.Z/dpa