ترکيه: د کان د پیښې د قربانيانو شمېر له۲۳۰ څخه لوړ سوی دی
۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبهد سوما پیښه په ترکيه کي د کانونو د استخراج د تاريخ يوه ډیره غمجنه پیښه ده. د هيواد په لوېديځ کي دغه پېښه د سه شنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د سوما ښار د ډبرو د سکرو په کان کي چاودنه وسوه او وروسته هلته اور بل سو. د ترکي چارواکو په وينا پدغه حادثه کي تر اوسه ۲۳۸ انسانان وژل سوي دي.
د ترکيې د انرژۍ وزير تانېرييلديڅ، اندېښنه ښودلې ده چي ښايي د يادي حادثې د قربانيانو شمېر نور هم جګ سي ولي چي زيات نور کارګر لا تر اوسه په کان کي بند پاتې دي. د ترکیي د انرژی د وزير په وينا د سه شنبې په ورځ چي کله چاودنه وسوه نو په کان کي تر ۷۸۰ څخه زيات کارګر په کار بوخت ول.
«وخت زموږ پر ضد دی»
مرستندويان هڅي کوي چي و هغو کارګرو ته تازه هوا ورسوي چی په کان کي بند دي. دا پداسي حال کي چي د چاودنې پر وخت کارګر د مځکي څخه په سلګونو متره لاندي او د کان د دخول څخه څلور کیلومتره ليري په کار بوخت ول. اټکل کيږي چي ټول بند کارګر د ګازضد ماسکونه لري. خو دا لا څرګنده نه ده چي دغه ماسکونو به تر کوم وخت پوري د هغوی سره مرسته وکړي. د تر کیې د انرژۍ وزير ييلديڅ، ويلي دي چي وضعه ډېره د اندېښنې وړ ده او کاگرانو د ژغورنې لپاره « وخت زموږ پر ضد کار کوي.»
د ترکيې لومړي وزير رجب طيپ اردوغان هم د چهارشنبې په ورځ د دغه کان څخه ليدنه وکړه. نوموړي ويلي دي چي تر اوسه پوري ۲۳۸ مړي شمېرل سوي او دا چي تر ۱۲۰ پوري کارګر لا تر اوسه په کان کي بند پاته دي.
برېښنا د چاودنې وجه
د ياد کان د استخراج لپاره د مسؤل شرکت وياند ويلي دي چي د سه شنبې د چاودنې وروسته د ډبرو د سکرو د کان يو شمېر برخې راپرځېدلي دي. د وياند په وينا اټکل کيږي چي اور به د برېښنا له کبله لګېدلی وي.
په ترکيه کي تر مخه هم څو ځله د کانونو پیښې رامنځ ته سوي دي. په تيرو کلنو کي د کانونو د استخراج د مصونیت له تدابیرو څخه د سرغړاوي پيښي ثبت سوي دي. د دې تر څنګ د استخراج پر وخت د زړو تجهيزاتو څخه کار اخيستنه هم يوه ستونزه بلله کيږي. په ترکيه کي د کانونو تر ټولو لويه پیښه په ۱۹۹۲م کال کي رامنځ ته سوې وه چي پکښي ۲۷۰ انسانان وژل سوي ول.
وروستی کنټرول په مارچ کي
د ترکيې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ويلي دي چي د پیښې سره مخامخ سوی کان يې د مارچ په مياشت کي کنټرول کړی ؤ او پکښي د امنيتي او احتياطي تدابیرو څخه کومه سرغړونه يې نه وه موندلې. د فرانس پرېس خبري آژانس بيا د دغه کان د يو کارګر څخه نقل قول خپور کړی چي « په دغه کان کي هيڅ مصونیت نسته. د کارګرو ټولنې ګوډاګي دي او د کان مشران صرف له پيسو سره لیوالتیا لري.»