1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکي ساحل کي د مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

د ترکيې په ساحل کي د مهاجرو د يوې کښتۍ تر ډوبېدو وروسته لس سپرلۍ لادرکه دي. د ترکي چارواکو په وينا دغه حادثه د ايزمير ساحل ته نژدې رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/385g1
Türkische Küstenwache rettet 68 Geflüchtete aus dem Mittelmeer
آرشيف انځورانځور: picture alliance/abaca/C. Oksuz

د ترکيې د سمندري سرحد ساتونکو چارواکو ويلي دي چي د دې هیواد په لوېديځ کي د ايزمير ساحل ته نژدې د مهاجرو يوه کښتۍ ډوبه سوې ده. زياته سوې چي د حادثې وروسته دوه کسان په لامبو تر وچې رسېدلي او چارواکو ته يې د ډوبي سوي کښتۍ احوال ورکړی دی.

ژوندي پاته سوو دوو کسانو ځان له ډوبېدونکې کښتۍ څخه ژغورلی. هغوی چارواکو ته ويلي چي په کښتۍ کي ټول ټال ۱۲ کسان سپاره ول. د کښتۍ پاتې لس کسان لادرکه دي او برخليک يې نه دی معلوم.

په عيني حال کي د ترکيې په شمال لوېديځ کي ۷۳ مهاجر نيول سوي دي. د ترکيې د رسمي خبري آژانس انادولو د خبر له مخي ياد شمېر مهاجر چي تعلق يې د عراق، ايران او افغانستان سره دی د کيرکلارېلي په ولايت کي د بلغاريې د سرحد سره نيول سوي دي.

په خبر کي راغلي چي د ترکيې په سويل لوېديځ موګلا سيمه کي ۲۱ نور مهاجر نيول سوي دي چي پکښي سوريايان، فلسطينيان او سوماليايان شامل دي. دغو نيول سوو کسانو کوښښ کاوه چي د کښتۍ په مرسته د اروپايي اتحاديې پولو ته داخل سي.

ترکيې تر ۳،۵ میليونو څخه زياتو مهاجرو ته ځای ورکړی چي اکثريت يې سوريايان دي. د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کي د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د ځانګړي تړون د لاسليک کېدو وروسته د هغو مهاجرو شمېر په لوړه اندازه کم سوی چي د ترکيې څخه يوناني ټاپوګانو ته د آژه سمندر په لاره ځان رسوي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (26.05.2016):