1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان د آسیا – اروپا د ترانزیتي لارې رغول پیل کړې

۱۳۹۷ بهمن ۵, جمعه

ترکمنستان د کابو دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت د آسیا او اروپا ترمنځ د ترانزیتي لارې د رغولو چارې پیل کړې. د مرکزي آسیا دغه هیواد هڅه کوي چې د ګازو پر صادراتو سربیره نړیواله سوداګري هم د دې هیواد له لارې ترسره شي.

https://p.dw.com/p/3CBYE
Turkmenistan - Palast des Präsidenten
انځور: AFP/Getty Images

ترکمنستان د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۲۵ نیټه) د ۲،۳ ملیارده ډالرو په ارزښت د آسیا او اروپا ترمنځ د یوې ترانزیتي لویې لارې د رغولو چارې پیل کړې. ترکمنستان چې تر ډیره پورې د ګازو صادرونکی هیواد دی، هڅه کوي چې د خپلې خاورې له لارې نړیوالې سوداګرۍ ته لارې هوارې کړي.

ټاکل شوې چې د ۶۰۰ کیلومتره په اوږدو دغه لویه ترانزیتي لار به د پخواني شوروي اتحاد د دغه پخواني غړي هیواد د پلازمیني عشق آباد له شرقي برخې څخه پیل او د ازبکستان پر پوله ترکمن آباد تر سیمې پورې وغځول شي. په پام کې ده چې له دې ځایه به بیا دغه لار جنوب لوري ته د افغانستان پولې ته څیرمه د تدجین په نامه د اورګاډو تر تم ځایه پورې وغځول شي.

د تیر پرخلاف، د ترکمنستان غښتلي ولسمشر قربان قولي بیردي محمدوف د دې لویې لارې د رغولو د پیل په مراسمو کې چې د تلویزیون له لارې خپریدل، ګډون نه دی کړی. نوموړي یادو مراسمو ته خپل ۳۷ کلن زوی سردار بیرګي محمدوف لیږلی چې په دې وروستیو کې د خپل پلرني ټاټوبي د والي په توګه کمارل شوی دی.

Karte Kaspisches Meer DE

په ترکمنستان کې شنونکي په دې باور دي چې تر خپل پلار وروسته ښايي سردار بیرګي محمدوف د خپل پلار ځای ناستی وټاکل شي. په پام کې ده چې د دې لویې لارې د رغولو چارې به په ۲۰۲۳م کال کې بشپړې شي.

 په عین وخت کې ترکمنستان په پام کې لري چې په راتلونکې کې یوه بله داسې لویه لار هم ورغوي چې عشق اباد په خزر بحیره کې د دې هیواد له تازه رغول شوي بندر سره ونښلوي. ترکمنستان په خزر بحیره کې پر دغه تازه رغول شوي بندر شاوخوا ۱،۵ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده.