1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: که ایران کوم اقدام وکړي ۵۲ هدفونه به يې په نښه کړو

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

ترمپ ګواښ وکړ که ايران د امريکا منافع په خطر کې واچوي، نو ۵۲ نقطې به يې «ډيرې سختې» په نښه کړل شي. دغه عدد، د هغو ۵۲ تنو امريکايانو شمېر دی چې په ۱۳۵۸ لمريز کال په تهران کې د امريکا د سفارت تر اشغال وروسته برمته شوي وو.

https://p.dw.com/p/3Vj5X
USA Miami Donald Trump
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/TNS/P. Portal

 

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر د ايراني لوړپوړو چارواکو د ګواښونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې د امريکا پر اتباعو يا منافعو باندې د حملې په صورت کې به د ايران ۵۲ نقطې «ډيرې چټکې او سختې» په نښه کړل شي.

وروسته له هغې چې د ايران د قدس ځواکونو قوماندان د خپلو يو شمير ملګرو سره د بغداد هوايي اډې ته نژدې د امريکا په هوايي بريد کې ووژل شو، د ايران رهبر علي خامنه يي او د دغه هيواد يو شمير نورو لوړپوړو چارواکو ګواښ وکړ چې امريکا به د «يوه سخت غچ» په انتظار کې وي.

دونالد ترمپ، ايران په عراق کې د امريکايي ځواکونو  پر اډو د وروستيو توغندويزو بريدونو له کبله، په کرکوک کې د يوه غير پوځي امريکايي د وژل کيدو او په بغداد کې د امريکا پر سفارت باندې د اعتراض کونکو د حملې مسئول ګڼي. ترمپ وايي چې دغه حملې د قاسم سليماني تر نظر لاندې په عراق کې د «کتائب حزب الله» ډلې په څير د ايران پلوه مليشو له خوا ترسره شوي دي.

ايراني ګواښونو ته د ترمپ ځوابونه

د جمعې ورځې په سهار، د قاسم سليماني حامل دوه موټر، د قدس ځواکونو څلور نور افسران او د هغو پنځه هرکلي کونکي د بغداد هوايي اډې ته نژدې هدف وګرځيدل چې په نتيجه کې يې ټول ووژل شول. په دغو وژل شوو کې د حشد الشعبي ډلې مرستيال ابو مهدي المهندس هم شامل وو.

Irak Bagdad Trauermarsch für Kassem Soleimani und Abu Mahdi al-Muhandis
د قاسم سلیماني وژنې له هرې خو غبرګونونه لرلي ديانځور: Reuters/T. al-Sudani

ترمپ د يکشنبې ورځې په سهار «د جنوري ۵مه» په يو لړ ټويتري پیغامونو کې د ايراني چارواکو د تيرو دوو ورځو پر له پسې ګواښونو ته ځوابونه ورکړل. ترمپ ليکلي چې دغه ګواښونه د هغه کس د وژلو په غبرګون کې کيږي چې په بغداد کې د امریکا پر سفارت او د عراق په نورو سيمو کې د امريکا پر منافعو باندې د بريدونو د پلانولو په حال کې وو.

هغه ويلي دي که ایران پر امريکايي اتباعو او يا امريکايي منافعو باندې حمله وکړي، د دغه هيواد ۵۲ نقطې به د هغو ۵۲ تنه امريکايانو په ياد په نښه کړي چې ډير کلونه مخکې ايران برمته کړي ول.

د ترمپ لا ډيرو ګواښونه

د امريکا د سفارت اشغال څخه د ترمپ د يادونې مقصد، په ايران کې د ۱۳۵۸ لمريز لېږديز کال هغه پيښه ده چې په ترڅ کې يې ايران د امريکا متحده ايالاتو ۵۲ تنه ديپلوماتان او د سفارت کارکونکي د ۴۴۴ ورځو له پاره برمته کړي ول. په ايران کې د امريکا پر سفارت د هغه وخت ډيری حمله کونکي په وروستيو کلونو کې د ايران په حکومت کې لوړپوړي چاروکي ول او د هغوی ويانده، معصومه ابتکار اوس مهال د ايران د ولسمشر حسن روحاني مرستياله ده.

ترمپ زياته کړې ده چې يو شمير داسې هدفونه په نظر کې نيول شوي دي چې هغه په لوړه سطحه کې دي او د ايران او د ايران د کلتور له پاره ډير مهم دي. ترمپ د دغه مطلب په بيانولو چې دغه هدفونه به د ايران له پاره «ډير سخت او ډير چټک» وي، داسې خبرداری ورکړ: «د امریکا متحده ايالات د لا ډيرو ګواښونو غوښتونکې نه ده.»