1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ښايي د «عربي ناټو» د جوړولو په لټه کې وي

۱۳۹۷ مرداد ۶, شنبه

د ترمپ اداره هغه پلان مخ ته وړي چې له مخې یې د خليج له شپږو عربي هېوادونو، مصر او اردن سره يوه نوې امنيتي او سياسي ټلواله رامنځ ته کیږي. د امريکايي او عربي چارواکو په خبره هدف په سيمه کې د ايران د نفوذ مخ نیوي ده.

https://p.dw.com/p/32Efo
	
Auslandreise US-Präsident Trump in Saudi-Arabien
انځور: Reuters/J. Ernst

د څلورو بېلو سرچينو په حواله سپينه ماڼۍ غواړي چې د دغو هېوادونو تر منځ د توغنديو د دفاع، پوځي روزنې، تروريزم ضد اقداماتو او نورو موضوعګانو لکه د سيمه يزو اقتصادي او ديپلوماتيکو اړيکو د پياوړتيا په برخه کې همکاري زياته کړي.

د دې اقداماتو له مخې به د سني مسلمان متحدينو تر منځ هغه څه جوړ شي چې د سپينې ماڼۍ او د منځني ختيځ چارواکي يې «عربي ناټو» بولي، خو دا کیدای شي د متحده آيالاتو او شيعه مذهبه ايران تر منځ ترينګلتيا لا پسې زياته کړي.

د ايران او امريکا اړيکې له هغه وخت راهيسې په خرابېدو دي چې ولسمشر دونالد ترمپ قدرت ته رسېدلی دی. بېلابېلو سرچينو ويلي دي چې د ترمپ اداره هيله لري چې دغه هڅه چې په موقتي ډول ورته د «منځني ختيځ د ستراتيژيکې ټلوالې» يا MESA (مېسا) نوم ورکړل شوی دی به ښايي په هغه غونډه کې تر بحث لاندې ونيول شي چې د اکتوبر په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه په واشنګټن کې پلان شوې ده. سپينې ماڼۍ تائيد کړې ده چې «همدا اوس او د يو څو مياشتو راهيسې له خپلو سيمه يزو همکارانو سره» د ټلوالې پر طرحې باندې کار کوي.

سعودي چارواکو د یوه امنيتي تړون مفکوره يو کال وړاندې راپورته کړه مخکې له دې چې ترمپ پروسږ سعودي عربستان ته سفر وکړي. هلته نوموړي د وسلو يوه لويه تجارتي معامله اعلان کړه، خو د يوې امريکايي سرچينې په حواله د ټلوالې په برخه کې پرمختګ و نه شو. د ښکېلو عربي هېوادونو ځينو سرچينو ويلي دي چې هغوی په دې پوهيږي چې د دغه پلان د بيا فعالولو له پاره هلې ځلې روانې دي. د نورو بالقوه ګډونوالو هېوادونو چارواکو البته نه غوښتل چې د دغې موضوع په اړه څرګندونې وکړي.

عربي ټلواله - د ثبات راوستلو يوه لاره؟

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د شورا يوه وياند وويل چې «مېسا ټلواله به د ايران د تېري، تروريزم او افراطيت پر ضد د ډال په توګه کار ورکړي چې منځني ختيځ ته ثبات هم وروبخښي».

نوموړي وياند له دې څخه ډډه وکړه څو تائيد کړي چې ترمپ به په ياد مشخص تاريخ د غونډې کوربه توب کوي او نورو سرچينو هم خبرداری ورکړی دی چې دا لا معلومه نه ده چې آيا دغه امنيتي پلان به د اکتوبر مياشتې تر نيمايي پورې تکميل شوی وي، که څنګه. د متحده ايالاتو د پخوانو حکومتونو دغسې ورته اقدامات څو له خليجي او عربي متحدينو سره يوه لا قوي ټلواله جوړه شي پخوا هم ناکامه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن، رياض او ابو ظبي پر ايران باندې تور پورې کوي چې دغه هېواد د سيمې ثبات زيانمنوي، په عربي هېوادونو کې د نيابتي ډلو د لارې ناکراريو ته لمن وهي او دا چې اسرائيل ته زياتېدونکی ګواښ ګرځېدلی دی.

د عربي هېوادونو ټلواله به ښايي د خليج له نفوذ لرونکو هېوادونو لکه سعودي عربستان او له متحده عربي اماراتو سره د ترمپ د ادارې له خوا پر جوختې همکارۍ ټينګار وکړي څو له ايران سره مقابله وشي. دا لا څرګنده نه ده چې دغه ټلواله به په عاجل ډول څنګه له ايران سره مقابله وکړي، خو د ترمپ اداره او سني مسلمان متحدين يې د يمن او سوريې په شخړو کې ګډې منافعې لري. دواړه غاړې همداراز په خليج کې د کښتيو د تګ راتګ پر لارو پورې تړلي دي چې له طريقه يې د نړۍ د نفتو او تېلو لېږد رالېږد ترسره کیږي. يوه جګپوړي ايراني چارواکي د رويترز خبري اژانس ته وويل چې «د دې پلمې تر شا چې په منځني ختيځ کې ثبات تضمين کړي، امريکايان او سيمه يز متحدين يې په سيمه کې ترينګلتيا ته لمن وهي.» هغه دا هم وويل چې دغه اقدام به «کومه پايله» ونه لري، پرته له دې چې «د ايران او د هغه د سيمه يزو متحدينو او هغو عربي هېوادونو تر منځ درز لا ژور کړي، چې د امريکا د متحده آيالاتو له ملاتړ څخه برخه من دي.»