1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: پر ايران به نوي بنديزونه ولګوو

۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالتو ولسمشر دونلد ترمپ و ملت ته په خپله وينا کي وويل چي د ده په ولسمشرۍ کي به ايران هيڅکله د اتومي وسلو څښتن نه سي.

https://p.dw.com/p/3VuJj
USA Washington Weißes Haus | Donald Trump, Präsident | Statement Iran
انځور: AFP/S. Loeb

دونلد ترمپ د امريکايانو پر ادرس په خپله وينا کي له سلام ويلو څخه ترمخه وويل چي تر کوم وخت پوري چي دی ولسمشر دی، دی به اجازه ورنکړي چي ايران د اتومي وسلو څښتن سي. نوموړي د هغه وروسته «سهار پخير» وويل او د امريکا ولس ته يې مبارکي ورکړه چي د ايران په بريد کي «هيڅ امريکايي ژوند نه دی ضايع سوی.»

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دغه وينا په عراق کي د امريکايي مقرونو پر ضد د ايران د بريدونو وروسته لومړۍ ژوندۍ وينا وه. ترمپ په دغه وينا کي کوښښ وکړ چي روښانه کړي چي امريکا ولي قاسم سليماني په عراق کي په نخښه کړ. ترمپ وويل چي «د سليماني لاسونه هم په امريکايي او هم د نورو انسانانو په وينو کي ډوب ول.» ترمپ وويل چي سليماني «يوه بلا» وه او دا چي بايد ډېره پخوا لا خاموشه کړل سوې وای.

ترمپ وويل چي د سليماني پر ضد يې ځکه د اقدام امر وکړ ځکه چي «سليماني د امريکايانو د په نخښه کولو له پاره نوي پلانونه جوړول.» خو دا چي دا څه ډول پلانونه ول او په هکله يې د امريکا متحده ايالات کوم شواهد لري، ترمپ يې تفصيلات ورنکړل.

ترمپ زياته کړه چي داسي بريښي چي ايران د غبرګون ښودلو په ترڅ کی محتاط دی.

ترمپ اعلان وکړ چي د امريکا متحده ايالات به د ايران نوي بنديزونه ولګوي او تر هغه وخت پوري به يې برقرار تر څو چي ايران خپل چلن نه وي بدل کړی. د ترمپ په وينا د هر هغه چا سره خبرو اترو ته چمتو دی چي سوله غواړي. نوموړي وويل چي د ايران پر ضد دمګړی نظامي اقدامات نه دي پلان سوي. د ترمپ په وينا متحده ايالات د نړۍ يو بهترين تجهيزات لرونکی پوځ لري خو «د دې معنی دا نه ده چي موږ يې خامخا کاروو.»

د متحده ايالتو ولسمشر وويل: «متمدنه نړۍ بايد ايران ته ښکاره سګنال ولېږدوي چي نور به د ايران ترهګر کامپاين ونه زغمي.» د ترمپ په وينا همدا نن به له ناټو څخه وغواړي چي «د منځني ختيځ په پروسه کي لا زيات ښکېل سي.»

د امريکا متحده ايالاتو د جمعې د ورځي (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه نېټه) د هغه هوايي بريد پړه په غاړه اخيستې وه، په کومه کښي چي د ايراني القدس مليشو مشر قاسم سليماني او د هغه ملګري وژل سوي ول. ايران د سليماني د وژنې وروسته د امريکا له متحده ايالاتو څخه د غچ اخيستلو خبره کړې وه. د ايران روحاني مشر خامنه يي په هيواد کي د درو ورځو وير اعلان کړی ؤ.

د سليماني جنازه په عراق او وروسته په ايران کي د سلګونو زورو انسانانو له خوا بدرګه سوې او وروسته په ايران کي په کرمان کي خاورو ته سپارل سوې. په ايران کي د نوموړي د جنازې پر وخت د وارخطايي د رامنځ ته کېدو له کبله  دغو کسان د امريکا پر ضد شعارونه ورکول.

د ترمپ د وينا يوه لنډه برخه وروسته د هغه پر تويتر پاڼه هم خپره کړل سوه: