1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ترتائید وروسته، د جي ۷ له نهایې بیانیې سره مخالفت کړی

۱۳۹۷ خرداد ۲۰, یکشنبه

ترمپ په رسمي ډول د «جي ۷» په نوم د صنعتي هیوادونو د سرمشریزې تر پای ته رسیدو وروسته، تر نهایې بیانیې لاندې خپل کړی لاسلیک بیرته واخیست. ترمپ ګواښ وکړ چې نوي ګمرکي تعرفې په وضعه کړي. رسنیو له «افتضاح» څخه خبره کړې.

https://p.dw.com/p/2zE9Y
G7 Gipfel Kanada Merkel vs Trump
انځور: Reuters/Bundesregierung/J. Denzel

د صنعتي هیوادونو په غونډه کې یو شمیر ګډون کونکو د هغو له جملې څخه د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، لا پخوا په دې اړه چې ګډون کونکي به پر یوې نهایې بیانیې موافقې ته ورسیږي، شک او تردید څرګند کړی وو.

د آلمان د صدراعظمې په باور له متحده ایالاتو سره د نظر اختلاف تر دې اندازې وو چې د یوې نهایې بیانیې تصويبول یې ناممکن کړی وو. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر تر وروستیو شیبو او وروسته تر دې چې له غونډې ووت، د دې سرمشریزې د بریالیتوب په اړه یې خوشبیني څرګندوله.

ګډون کونکو هیوادونو د «جي ۷» په نوم د صنعتي هیوادونو د سرمشریزې تر وروستۍ بیانیې لاندې لاسلیکونه کړي ول. خو دونالد ترمپ د بیانیې تر خپریدو لږ وروسته په خپل یو تویتري پيغام کې اعلان وکړ چې تر بیانیې لاندې خپله امضاء بیرته اخلي.

ترمپ د شنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې اعلان وکړ چې امریکا د نهایې بیانیې له متن سره مخالفه ده، او د خپل هیواد استازو ته یې امر وکړ چې له ده څخه ملاتړ وکړي.

د لاسلیک بیرته اخیستل

ترمپ د سینګاپور پر لور د پرواز پر مهال د «جي ۷» د صنعتي هیوادونو د کنفرانس د وروستي بیانیې په اړه غبرګون ښکاره کړ. هغه د «ایرفورس ون» په نوم د جمهوري ریاست په الوتکه کې د شمالي کوریا له رهبر سره د لیدنې کتنې په موخه د سینګاپور پر لور روان وو.

امریکا د «جي ۷» د صنعتي هیوادونو د کنفرانس په ترڅ کې له ټولو ګډون کونکو هیوادونو سره په مشترک  ډول په وروستۍ بیانیه کې له آزاد او عادلانه تجارت څخه دفاع کړې وه.

په وروستۍ بیانیه کې چې ترمپ هم لاسلیک کړې وه ویل شوي وو چې صنعتي هیوادونه د ګمرکي تعرفو د کمیدو غوښتونکي دي او په دې نظر دي چې په خپل ملاتړ کونکو مرستو سره پر داخلي محصولاتو تعرفې کمې کړي.

د دغې اعلامې تر خپریدو لږ وروسته ترمپ اعلان وکړ چې تر دې بیانې لاندې خپله امضاء بیرته اخلي.

د ترمپ غوسه

د کاناډا هیواد د لومړي وزیر جاستينن ترودو څرګندونې د ترمپ د غوسې د را پاریدلو سبب وو. ترودو د صنعتي هیوادونو تر غونډي وروسته اعلان کړی چې کاناډا به پر امریکایي محصولاتو د ګمرکي تعرفو د تعين سیاست د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیل کړي.

پر امریکایي ساخت توکو د نوو ګمرکي تعرفو وضع کول، د امریکا له خوا پر المونیم او فولادو د ګمرکي تعرفو د وضعه کولو په غبرګون کې صورت نیسي.

ترمپ په خپل تویتري پيغام کې ترودو په بې صادقتۍ تورن کړ او هغه یې کمزوری کس وباله. دا په داسې حال کې ده چې کاناډا د امریکا یو له مهمو متحدینو څخه شمیرل کیږي.

ترمپ ګواښ وکړ چې په امریکا کې به پر بهرنیو موټرو نوي تعرفې وضعه کړي. په دې توګه نو د امریکا او نورو صنعتي هیوادونو تر منځ سوداګریزه جګړه یو نوي پړاو ته داخلیږي.