1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ وايي غواړي له روحاني سره وگوري

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

له ایران سره د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر چلن د شمالي کوريا د واکمن له قضيې سره موازي بريښي: ترمپ همدا څه موده وړاندې د ايران مشرتابه ته اخطارونه ورکول او اوس وايي د ايران له ولسمشر سره خبرو اترو ته چمتو دی.

https://p.dw.com/p/32MW1
USA - Präsident Donald Trump beim Treffen mit Guiseppe Conte
انځور: Reuters/C. Barria

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په سپينه ماڼۍ کې د ايټاليا له لومړي وزیر جوزيپه کونته، سره تر ملاقات وروسته وويل: «زه به هرو مرو له ايرانيانو سره وگورم خو که هغوی وغواړي چې زما سره وگوري.»  هغه زياته کړه: «زه نه پوهيږم چې آيا هغوی [د ايران مشرتابه] به دې ته چمتو وي.» ترمپ بيا ور اضافه کړه: «هیڅ پيش شرطونه نه لرم.» ترمپ زياته کړه د ایران مشرتابه چې هر کله غواړي دی «هر وخت» له ولسمشر حسن روحاني سره ملاقات ته چمتو دی.

اتومي تړون «د کاغذ ضایع کول »

ترمپ وويل چې که چیرې له ایران سره يو گټور (معنا لرونکی) تړون رامنځته شي نو دا به «د هغوی [ايران] ، زموږ او د ټولې نړۍ له پاره ښه وي.» د ترمپ له نظره له ايران سره نړيوال اتومي تړون چې امريکا متحدو ايالاتو په می میاشت کې پر نړيوال انتقاد سربيره په يوه اړخيره توگه لغوه کړ، «د کاغذ ضايع» کول دي.

د دې اتومي تړون موخه دا وه چې ايران پرې نه ښوول شي چې د اتومي وسلو د جوړولو وړتيا ترلاسه کړي. د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان په څو واري تصديق کړی وو چې ايران د اتومي تړون پر ټولو ټکو عمل کړی دی. له اتومي تړونه په وتلو سره امریکا متحدو ايالاتو پر ايران مالي او د انرژۍ د برخې لغوه کړي بندیزونه هم بيرته برحال کړل. د جزا د دې اقداماتو لومړۍ برخه به د اگست د ۶ نيټې څخه عملي کيږي او بله یې له نوامبر مياشتی څخه .

Iranischer Präsident Hassan Rouhani
ولسمشر روحاني تر اوسه په شخصي توگه د ترمپ پر څرگندونو غبرگون نه دی ښوولیانځور: Reuters/L. Niesner

ولسمشر ترمپ د دوشنبې په ورځ ټينگار وکړ چې «د ایران حکومت بايد هيڅکله هم د اتومي وسلو د درلودولو اجازه و نه لري». هغه زياته کړه چې په دې مورد کې له کونته سره همنظره دی.

همدا يوه اوونۍ تر مخه ترمپ ولسمشر حسن روحاني ته خبرداری ورکړی وو چې «هيڅکله دې امريکا نه گواښي» که نه له ناوړه پايلو سره به مخامخ شي. نوموړي خپل دا خبرداری د تويتر د لنډو خبرونو له شبکې څخه په غټو ټکو کې خپور کړ څو یې وينا وزن ولري.

په واشنگټن کې د ولسمشر دفتر د ترمپ تر تازه څرگندونو وروسته وويل چې د «ایران د حکومت په چلن کې د بدلون رامنځته کولو په موخه» د بندیزونو د کلکولو پر خپل سياست ولاړ دی.

د ایران حکومت هم د ترمپ پر دې تازه څرگندونو غبرگون ښوولی دی. ويل شوي دي چې د ملاقات له مخه امریکا متحد ایالات له ایران سره اتومي تړون بيرته بايد په رسميت وپيژني.

د ولسمشر روحاني يوه مشاور حامد ابوطالبي، د تويتر له لارې ويلي: «د ايران ملت دراناوی، د دښمنيو له منځه وړل او بيرته اتومي تړون ته ستنيدل هغه گامونه دي چې په اخيستلو يې ښايي د ايران او امريکا ترمنځ خبرو اترو ته لار هواره شي.»

Afp, dpa, ap, rtr (B.S/N.Z)