1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له وينيزویلا څخه د روسي عسکرو د وتلو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ فروردین ۸, پنجشنبه

روسيه د وينيزويلا د ولسمشر نيکولاس مادورو ملاتړ کوي، خو امريکا بيا د خوان گوايدو چې ځان یې خپله د موقت ولسمشر په توگه نومولی، پلوي کوي. په وينيزويلا کې د واک پر سر مبارزه د دواړو سترو قدرتونو جگړه ده.

https://p.dw.com/p/3FnES
USA - Venezuela
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert

په دسمبر مياشت کې روسیې وينيزويلا ته دوې بمب غورځونکې الوتکې ليږلې وې اوس یې دوې نورې پوځې الوتکې هم ورکړي دي. امريکا متحده ايالات له اوږدې مودې راهيسې په وينيزويلا کې د روسيې له حضور څخه خوښ نه دی او د روسیې د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

ولسمشر دونالد ترمپ د موقت ولسمشر خوان گوايدو له ميرمن فابيانه روزالس سره تر يوې ليدنې کتنې وروسته وويل: «روسيه بايد ووځي.» تر دې مخکې مرستيال ولسمشر مايک پنس هم ويلي ول چې وينيزويلا ته د روسي عسکرو ليږل ښکاره لمسون دی.

هغه ويلي ول چې له روسیې څخه غوښتنه کيږي چې د برحاله ولسمشر نيکولاس مادورو له هر ډول ملاتړه دې لاس واخلي. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې دې ته په کتو سره چې روسيه څرنگه په وينيزويلا کې د ترنگلتيا په پراخولو بوخته ده، امريکا به هم يوازې تماشه ونه کړي.

د روسیې حکومت د امريکا غوښتني رد کړې او دغه هیواد یې د «دوو خپلواکو هېوادونو په دوه اړخیزو اړيکو» کې له مداخلې منع کړ. د روسیې د فدراسيون شورا کې د بهرنيو چارو د کميټې مشر کانستانتين کوساچوف له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې ترمپ هڅه کوي روسیې ته لارښونه وکړي چې څه وکړي او څه ونه کړي. هغه زياته کړه چې د روسیې او وينيزويلا اړيکي او د دواړو هيوادونو ترمنځ پوځي همکاري پر نړيوالو اصولو برابري دي.

USA, Washington: Treffen zwischen Pence, Trump und Fabiana Rosales
ولسمشر ترمپ د وينيزويلا د موقت ولسمشر خوان گوايدو له ميرمنې فابيانه روزالس سره وکتلانځور: Reuters/C. Barria

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه سخارووا په حواله د روسيې عسکر د دواړو هيوادونو ترمنځ د پوځي گډ کار د يوه تړون پر اساس هلته ميشت دي. زياته شوې ده چې سربيره پر دې یې دغلته حضور د وينيزويلا له «اساسي قانون» سره هم په بشپړه ډول برابر دی.

ترمپ: «ټول انتخابونه پر ميز پراته دي»

روسيه د ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ کوي. د هغه رقيب خوان گوايدو د امريکا او کابو نورو پنځوسو هيوادو چې آلمان هم پکښې شامل دی، له ملاتړه برخمن دی او دغو هيوادونو په رسميت پيژندلی دی.

خو د نړيوالو له خوا په رسميت پيژندلو سره سره هم گوايدو تر اوسه واک ته نه دی رسيدلی. د مادورو ملاتړ د هيواد قوي پوځ کوي.

USA, Washington: Treffen zwischen Pence, Trump und Fabiana Rosales
ولسمشر ترمپ د وينيزويلا د موقت ولسمشر خوان گوايدو له ميرمنې فابيانه روزالس سره وکتلانځور: Reuters/C. Barria

امريکا له اوونيو راهيسې هڅه کوي مادورو له واکه گوښه کيدو ته مجبور کړي، په تيره بيا د اقتصادي بندیزونو له لارې. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا امريکا غواړي پر مادورو آن د ممکنه پوځي گام له لارې فشار واچوي؟ ترمپ وويل: «ټول انتخابونه پر ميز پراته دي.»

 د نويو احتجاجونو اعلان

گوايدو غواړي چې په سترو مظاهرو سره فشار راوړي. هغه په هيواد کې د بريښنا د پرچاوۍ پر ضد د شنبې په ورځ د مظاهرو غږ وکړ. د مارچ په نيمايي کې په وينيزويلا کې کابو يوه اوونۍ د بريښنا نشتوالي د ژوند چارې په ټپه درولې وې. مادورو د دې علت د امريکا له خوا ساېبري بريدونه بولي خو مخالفين یې وجه د زيربنا په برخه کې ناکافي پانگونه، فساد او ناسم مديريت يادوي. د رواني اوونۍ په پېل کې هم يو وار بيا بریښنا قطع شوې وه.

د وينيزويلا ولس د خراب اقتصادي وضيعت او سياسي بحران له کبله په ډله ایزه توگه له هيواده وځي. تر اوسه تر درې نيم ميليونه زيات وگړي نورو هيوادونو ته کډه شوي دي.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير مایکو پمپيو په حواله دا شمير ښايي نور هم زيات شي. نوموړي د امريکا په استازو مجلس کې د يوې کميټې په استماعيه غونډه کې وويل چې انتظار کيږي چې دوه ميليونه نور انسانان هم تښتې ته اړ شي.

B.S/N.Z (dpa, afp)