1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له شمالي کوريا سره ملاقات لغو کړ

۱۳۹۷ خرداد ۳, پنجشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس اعلان وکړ چي نه غواړي راتلونکې مياشت د شمالي کوريا له واکمن جونگ اون سره ملاقات وکړي. ترمپ ئې وجه «د ښکاره دښمنيو» څرگندول وبلل.

https://p.dw.com/p/2yGpd
USA - Trump droht mit Veto im Haushaltsstreit
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

دغه ملاقات د شمالي کوريا د بې وسلې کولو له پاره يو تاريخي چانس گڼل کېدی.

د سپيني ماڼۍ له خوا د پنجشنبې په ورځ په يوه خپاره سيوي ليک کي جمهوررئيس دونالد ترمپ د شمالي کوريا له واکمن کيم جونگ اون سره ملاقات لغو اعلان کړي دي.

دغه ملاقات چي د جون مياشتي پر ۱۲ نېټه په سينگاپور کي پلان سوي ول، موخه ئې دا وه چي د شمالي کوريا له خوا چي د اټومي وسلو په برخه کي کوم خطر سته، له منځه ولاړ سي.