1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي ماشومانو ته د تابعيت ورکولو حق لغو کړي

۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبه

په امريکا کي د کانگرس تر انتخاباتو لږ مخکي، ترمپ د مهاجرو پر وړاندي خپل سياست نور هم سخت کړ. هغه غواړي د تابعيت اخيستلو هغه حق لغو کړي چي په دغه هيواد کي له زېږېدو سره سم يوه ماشوم ته ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/37QXK
USA schwangere Einwanderin aus Honduras in Texas
انځور: Getty Images/J. Moore

 په امريکا متحده ايالاتو کي د کانگرس تر انتخاباتو لږ مخکي، ولسمشر ترمپ د تابعيت درلودلو په حقونو کي د يوه بل ستر بدلون خبر ورکړ چي دا د غير قانوني مهاجرو له پاره يو سخت زيگنال دی. ترمپ له اکسيوز ويبپاڼې سره په ويډيويي مرکه کي وويل: «موږ په نړۍ کي يوازنی هيواد يوو چي هر څوک چي دلته راسي او يو کوچني وزيږوي، نو د هغه کوچني ته سمدستي ددي هيواد تابعيت ورکول کيږي او بيا کولاي سي ۸۵ کاله له ټولو امتيازاتو څخه گټه واخلي، دا د خندا وړ خبره ده او دغه حق بايد لغو سي.»

د ترمپ درواغ

د ترمپ د خبرو برعکس، امريکا متحده ايالات يوازنی هيواد نه دی چي دغه ډول يو پرنسيب لري. څه د پاسه شلو نورو هيوادونو د هغې ډلي کاناډا او تر يوه حده آلمان کي هم د تابعيت په اړه، ورته حقونه موجود دي.

USA Präsident Donald Trump
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپانځور: Getty Images/A. Wong

په آلمان کي له ۲۰۰۰م کال راهيسي د زيږيدو د ځای په اړه نور قوانين هم سته خو له سختو شرايطو سره مل دي، چي له مخي يي په آلمان کي د په خټه خارجي والدينو کوچنيان، تر زېږېدو وروسته د خپل هيواد د تابعيت ترڅنگ، آلمانی تابعيت هم په لاس راوړلای سي. خو په دې شرط چي د والدينو يو طرف له اتو کلونو راهيسي په منظم ډول دلته اوسيدلي وي او دايمي اقامه ولري.

تر ټاکنو مخکي د احساساتو راپارول

دا لا معلومه نه ده چي ترمپ به خپله دا خبره عملي کړي او که يوازي د انتخاباتي مبارزي له پاره به يو مانور وي. په متحده ايالاتو کي د زيږيدو په اړه پرنسيب، د اساسي قانون په ۱۴مه ماده کي بې محدوديتونو درج سوی دی. هلته راغلي دي چي: «ټول هغه کسان چي په امريکا متحده ايالاتو کي زيږي او يا تابعيت تر لاسه کوي او قانون ته درناوي کوي، ددغه هيواد اتباع شميرل کيږي.»

ترمپ په ۲۰۱۶م کال کي د خپلي انتخاباتي مبارزې پر وخت لا د زيږيدو پر وخت د تابعيت قانون د اړولو خبره کړې وه او ويلي وه چي هغه د غيرقانوني مهاجرو د راجذبولو له پاره يوه غټه وسيله ده.

Mexiko - Migranten aus Mittelamerika auf dem Weg in die USA
له مکسیکو څخه مهاجر د امریکا متحده ایالاتو پر خوا روان ديانځور: picture-alliance/ZUMA Wire/M. J. Lugo

ترمپ له څو ورځو راهيسي په مرکزي امريکا کي د په زرونو هغو مهاجرو پر وړاندي له سخت چلند څخه کار اخلي چي غواړي متحده ايالاتو ته ورسي او له همدې کبله يي خپل سرتيري سرحد ته استولي دي. ترمپ په داسي حال کي سخت چلند غوره کړی چي څو ورځي وروسته (د نوامبر مياشتي پر۶مه) په امريکا متحده ايالاتو کي د کانگرس ټاکني کيږي.

ترمپ ځان د نورو د خندا وړ گرځوي

ترمپ د فوکس په نامه خبري رسنۍ ته، له مرکزي امريکا څخه راغلو مهاجرو د بيرولو له پاره خپل پلانونه داسي واضح کړي: په سرحد کي د خيمو د ښارونو جوړول. ترمپ ويلي: «کله چي هغوی د مهاجرت عريضه وړاندي کړي، نو موږ به يې تر هغه وخته پوري له ځانه سره قيد کړو، ترڅو پروسه يې پيل سي. موږ به په هر ځای کي خيمې ودروو او د سونو ميليونو ډالرو په ارزښت به کلکي ودانۍ جوړي نه کړو، دغه مهاجر به د هغوی د عريضو تر څيړلو پوري په دغو خيمو کي وساتل سي. په دې ډول به هيڅوک زموږ څخه پټ پاته نه سي او ډير لږ کسان به له منځنۍ امريکا څخه موږ ته راسي.»