1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترامپ: د دولت رخصتي ممکن کلونه کلونه دوام وکړي

۱۳۹۷ دی ۱۵, شنبه

دونالد ترمپ ګواښ کړی که چيرته بيړنی حالت اعلان شي نو دی به د مکسيکو پر سرحد ديوال د کانګرس له تائيد پرته ورغوي. ترمپ او دموکراټان پر دغې موضوع اختلاف لري او وروستۍ ناسته يې هم پرته له کومې پايلې پاې ته رسيدلې ده.

https://p.dw.com/p/3B3y4
Washington Trump Statement Shut Down
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د امريکا د فدرالي دولت په ځينو برخو کې د رخصتيو پای ته رسولو په موخه د دونالد ترمپ او د دموکراټانو د مشرانو تر منځ وروستۍ خبرې اترې پرته له کومې پايلې پای ته ورسيدې. دونالد ترمپ وايي د حکومت رخصتي ممکن «تر مياشتو او کلونو» ادامه پیدا کړي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ ګواښ وکړ که چيرته د امريکا کانګرس د مکسیکو پر سرحد د اړتيا وړ ديوال د رغولو بوديجه تائيد نه کړي، د فدرالي حکومت د ځينو برخو رخصتيانې به امکان لري چې «تر مياشتو او کلونو» پورې ادامه ولري.

هغه همدغه راز خبرداری ورکړ چې د بيړني حالت په اعلانولو سره به، د دغه سرحدي ديوال د رغولو کار د ګانګرس له تائيد پرته پیل کړي. ترمپ د مکسيکو پر سرحد د ديوال رغولو له پاره ۵ ميليارد او ۶۰۰ ميليونه ډالر غوښتنه کړې ده.

دغه څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د دونالد ترمپ او د دموکراټانو د مشرانو ترمنځ د يوې دوه ساعته غونډې وروسته شوي دي. امريکايي رسنيو ویلي دي چې دغه خبرې اترې پرته له هيڅ ډول توافق ته رسيدو، پای ته ورسيدې تر څو د امريکا د فدرالي حکومت په ځينو برخو کې دوه اوونيزې رخصتيانې نور هم ادامه ولري.

په داسې حال کې چې دموکراټانو له ولسمشر ترامپ سره دغه غونډه له «ننګونو ډکه» تعريف کړې، خو ترمپ بيا برخلاف ويلي دي چې «ګټوره» غونډه ترسره شوې ده.

د جمعې په ورځ په سيميز وخت په سنا کې له دموکرات اقليت څخه سناتور چاک شومر او په ولسي جرګه کې د دموکراټانو مشرې نانسي پلوسي له دونالد ترمپ او د دولت له يو شمير غړو سره خبرې اترې وکړې.

Washington  Chuck Schumer  Nancy Pelosi  PK nach Trump Treffen
 نانسی پلوسی او چاک شومرانځور: picture-alliance/CNP/M. H. Simon

هغه همدا ډول زياته کړې ده چې خپل مرستيال مايک پنس څخه يې غوښتنه کړې ده تر څو د يوې «کاري ډلې» مشرۍ په کولو، دموکراټانو سره د شنبې او يکشنبې په ورځو خبرو اترو د ادامې مسئوليت يې پر غاړه اخیستی وي. خو د دې سربيره دموکراټان وايي چې د «کاري ډلې» پر جوړيدو هيڅ بحث نه دی شوي.

دموکرات سناتور چاک شومر د دغو بې پايلو خبرو اترو وروسته په سپينه ماڼۍ کې وويل: «موږ ولسمشر ته وويل چې حکومت بايد فعال شي، خو هغه مقاومت وکړ. په حقيقت کې ترمپ وويل چې ممکن حکومت د مياشتو او کلونو پورې رخصت پاتې شي.»

دونالد ترمپ د دغه دموکرات سناتور د خبرو په تائيد سره وويل: «ما دا خبرې کړي. زه فکر نه کوم چې دغه څه (حکومتي رخصتي د مياشتو او کلونو له پاره) دې پيښ شي، خو زه بشپړ چمتو يم.»

له مکیسيکو سره د سرحدي ديوال پر رغولو د ولسمشر دونالد ترمپ او دموکراټانو تر منځ اختلافات د دې سبب شوي چې د کورنيو چارو وزارت په ګډون د امريکا د نهو فدارالي ايالتونو په ځينو ادارو کې رخصتيانې اعلان شي. ۸۰۰ زره فدرالي کارمندانو خپل کارونه پريښي دي او يا هغوی پرته د تنخواه ترلاسه کولو کار کوي.

ترمپ په داسې حال کې چې پر خپل تصميم وياړ کوي او اوسنی رامنځ ته شوی وضعيت د حکومت د ځينو برخو رخصتي نه ګڼي، وايي: «زه دغه شرايط د هيواد امنيت او ګټو له پاره يو ښه اقدام ګڼم.»

دموکراټان وايي چې دوي حاضر دي چې د دولت د بيا فعاله کيدو له پاره يوه اضطراري بوديجه تصويب کړي چې هغې کې د سرحدي ديوال رغول نه دي شامل. خو ترمپ دغه وړانديز سره مخالف دی او وايي چې هغه به هر ډول بوديجه چې په هغې کې د ديوال رغولو لګښت شامل نه وي، رد کړي.