1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: زما حکومت به د اوباشانو تاوتريخوالی متوقف کړي

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

د جورج فلوید تر وژل کيدو وروسته په امريکا کې د توکم پرستۍ ضد اعتراضونو لمن په شديده توګه پراخه شوې ده. ترمپ ويلي دي چې دغه اعتراضونه به «له کومې ويرې پرته» متوقف کړي.

https://p.dw.com/p/3d45B
USA Washington Proteste nach dem Tod von George Floyd in Minneapolis
انځور: Reuters/Y. Gripas

فلويد د امريکايي پولیسو د يو شديد تاوتريخجن ماموريت په نتيجه کې ووژل شو. د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه مظاهرې تيره شپه هم د امريکا په ډيرو ښارونو کې روانې وې چې په جریان کې يې د پوليسو موټرو ته اور هم اچول شوی دی.

په مينياپولیس ښار کې پوليسو د اعتراض کونکو د ګډوډولو په موخه، د هغو پر ضد له اوښکي بهونکو ګازو څخه په استفاده کړې ده.

د دغو اعتراضونو په نتيجه کې د لاس انجلس، اتلانتا او فلادلفيا په ګډون د امريکا په څو لويو ښارونو کې په ګرځيدو بنديز ولګول شو. وروسته له هغې چې په لاس انجلس کې اعتراض کونکو د پولیسو يو موټر ته اور واچاوه، پولیسو پر اعتراض کونکو ربړي ګولۍ وار کړې او د هغو پر ضد يې له ډنډو څخه هم کار واخیست.

همدا ډول په نيويارک، اتلانتا او واشنګتن کې د سپينې ماڼۍ مخ ته هم اعتراض کونکو موټرونو ته اور واچاوه.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، کيڼ اړخي ډلې، «غله او ګډوډي جوړونکي» افراد د دغه وضعيت مسئولان ګڼلي دي.

USA Atlanta | Tod George Floyd nach Polizeigewalt | Ausschreitungen & Protest
ترمپ وویل چې د غلو او جنايتکارانو يوې وړې ډلې زموږ ښارونه وران کړي او ښاري ناحيې ېې پر خاورو او ايرو بدلې کړيانځور: picture-alliance/AP Photo/Atlanta Journal-Constitution/B. Gray

ترمپ وويل: «د غلو او جنايتکارانو يوې وړې ډلې زموږ ښارونه وران کړي او زموږ ښاري ناحيې ېې پر خاورو او ايرو بدلې کړي.» ترمپ زياته کړه: «زما حکومت به د دغو اوباشانو تاوتريخوالی متوقف کړي او موږ به دغه وضعيت له کومې ويرې پرته متوقف کړو.»

د امريکا متحده ايالاتو د عدليې وزير بیل بار په يوې تلويزيوني وينا کې وويل چې ګواکې، «افراطي او تاوتريخوالو ته لېوالتيا درلودونکي عناصر» د فلويد تر وژل کيدو وروسته له سولیزو مظاهرو څخه ناوړه استفاده کړې او ويلي يې دي چې «داسې ښکاري چې دغه اعتراضونه په اکثرو سیمو کې، د انارشيستو افرادو او چپی افراطي ډلو له خوا پلان شوي، چې په سازمان ورکړل شوې بڼه مخته وړل کيږي.»

جورج فلوید، يو تورپوستکی امريکايي وو چې د دوشنبې په ورځ په مييناپوليس ښار کې د پولیسو د یوه مارموريت په جريان کې ونيول شو او وروسته له هغې چې يو سپين پوستکي پوليس د هغه اورميږ نژدې ۹ دقيقې په خپل زنګون تر فشار لاندې نيولی وو، ساه يې ورکړه.

له پيښې څخه يوه خپره شوې ويډيو، په ټوله امريکا کې د خلکو د شديد تنفر او غوسې سبب واقع شوې ده. ياد پولیس نيول شوی دی او پر عمدي قتل باندې تورن دی. درې نور پولیس چې په دغې پيښه کې دخيل دي، له دندو ګوښه شوي او اوس يې په هکله تحقیقات ادامه لري.

دویچه ویله فارسي/ م.ک.ص/ ن.ص