1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ روحاني ته: هيڅکله بيا امريکا و نه گواښې

۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو او ایران ولسمشرانو یو پر بل لفظي يرغلونه کړي. ترمپ په خپل وروستي پیغام کې روحاني ته ویلي چې «هیڅ کله» امریکا و نه ګواښي.

https://p.dw.com/p/31uTI
USA Donald Trump
انځور: Reuters/C. Allegri

تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي ول چې که ترمپ د ایران پارونې ته دوام ورکړي نو دی به د نفت د لیږد بهیر ودروي. خو ترمپ د دوشنبې په ورځ وختي پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه باندې یو پیغام لیکلي چې پکښې پر روحاني غږ شوی چې «هیڅکله هم بیا امریکا متحد ایالات و نه ګواښې».

ترمپ بیا پخپله هم ایران ته خپل ګواښ خپور کړ او پر خپله تویتر پاڼه باندې یې ولیکل: «هيڅکله بیا، هيڅکله امريکا و نه گواښې، که نه له داسي عوابقو سره مخامخ شئ چې په تاریخ کې ډیر کم ورسره مخامخ شوي دي.»

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، هم د یکشنبې په ورځ پر ایران باندې نیوکې وکړې. هغه په کلفورنیا کې د یوې وینا پر مهال د ایران مشران مافیا وګڼل او د هغوی له ډلې څخه یې ډیر په فساد تورن کړل. هغه همداراز ژمنه وکړه چې امریکا متحد ایالات به د هغو ایرانیانو ملاتړ وکړي چې له خپل حکومت څخه خوښ نه دي.

ځيني امریکايي چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د ولسمشر ترمپ ادارې پر ایران باندې خپلې نیوکې ډیري کړې دي چې په ایران کې ناآرامي او مظاهرې رامنځ ته کړي او په دې ترتیب سره د ایران پر حکومت باندې د خپل اتومي پروګرام د پای ته رسولو په موخه فشارونه ډیر کړي.

تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني، ګواښ کړی وو چې هیواد یې د امریکا متحدو ایالاتو د پارونو او ګواښونو د دوام په صورت کې خپل د نفتو نړیواله عرضه درولی شي.

 روحاني ایراني ديپلوماتانو ته وویل: «امریکا باید په دې خبره ښه پوه شي چې له ایران سره سوله د ټولو سولو مور او له ایران سره جګړه د ټولو جګړو مور ده.»

ترمپ د روان کال په می میاشت کې خپل هیواد د ایران له اتومي تړون څخه ویست. د دې تړون له مخې شپږو هیوادونو چې پکښې امریکا متحد ایالات، بریتانیا، فرانسه، آلمان، روسیه او چین شامل ول، موافقه شوې وه چې د ایران د اتومي پروګرام د ختمولو په بدل کې به دغه هیوادونه پر تهران باندې خپل اقتصادي بندیزونه له منځه یوسي.

که څه هم اروپايي هیوادونه هڅه کوي چې له ایران سره اتومي تړون وژغوري، خو بیا هم ډیر شرکتونه له تهران سره د سوداګريزو اړیکو له لرلو ډډه کوي ځکه ویره لري چې د امریکا متحدو ایالاتو له اقتصادي بندیزونو سره به مخامخ شي.

sm/nz (AP, Reuters)