1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د پناه غوښتني په برخه کې خپل دریځ سختوي

۱۳۹۷ آبان ۱۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د هغو مهاجرو پر وړاندې چې دغه هیواد ته په غیر قانوني توګه ورځي سخت دریځ خپل کړی دی. په دې سره ترمپ ښایي د کانګرس د ټاکنو په درشل کې د خپلو پلویانو توجه ځان ته راوګرځوي.

https://p.dw.com/p/37YAV
Donald Trump spricht über Einwanderungspolitik
انځور: picture-alliance/S. Walsh

د کانګرس د ټاکنو په درشل کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پناه غوښتني او کډوالۍ په برخه کې خپل دریځ سختوي. د هغه د ارادې له مخې په راتلونکي کې به یوازې هغه کسان د پناه غوښتنه کولای شي چې دغه هیواد ته د سفر د رسمي مرکزونو له لاري ورغلي وي.

ترمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل: «هغه کسان چې زموږ قانون تر پښو لاندې کوي او په غیر قانوني توگه داخلیږي، له دې وروسته به ونه توانیږي چې له بې بنسټه ادعاو سره زموږ هیواد ته په اتوماتیکه توگه د داخلیدو اجازه پیدا کړي.» د هغه په خبره په دې اړه یوه اړونده پلان باندي کار کیږي.

کوم جزئیات نه شته

د ترمپ د خپلو څرګندونو له مخې په راتلونکې اوونۍ کې به د کډوالۍ په هکله یو فرمان صادر کړي. خو د دې پوښتني په ځواب کې چې د دغه فرمان محتوا به څه وي، په دې هکله ترمپ څه و نه ویل. دا خبره هم لا روښانه نه ده، چې آیا د هغه پلانونه به د متحده ایالاتو له قوانینو سره اړخ ولګوي که نه.

اوسمهال د منځنۍ امریکا په زرونو کسانو په څو ګروپونو کې د حرکت په حال کې دي او غواړي ځانونه د مکسیکو له لاري د متحده ایالاتو سرحد ته ورسوي. دغه کسان تر ټولو زیات په خپلو ټاټوبو کې د ځوانو بانډونو له لوري د زور زیاتي او خراب اقتصادي حالت له کبله په تیښته دي.

Mittelamerikanische Migranten auf dem Weg in die USA
زیاتره دغه کډوال غواړي چې د مکسیکو له لارې امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ شيانځور: picture-alliance/S. Billy

ترمپ پر دې خبره ټینګار کړی دی چې دغه کډوال په څرګند ډول «مشروع پناه غوښتونکي» نه دي، ځکه چې هغوی د مکسیکو د حکومت له لوري د پناه تر لاسه کولو وړاندیز رد کړی دی. ترمپ څو وارې په تکراري ډول د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې دغه کسان به متحده ایالاتو ته له داخلیدو څخه راوګرځوي. په وروستیو کې هغه اعلان کړی دی چې د مکسیکو پولې ته به ۱۵۰۰۰ عسکر واستوي، څو د کډوالو مخه ونیسي.

ترمپ د دې امکان هم نه دی رد کړی چې د متحده ایالاتو پر پوله د کډوالو پر وړاندې له وسلو څخه کار واخیستل شي. ترمپ ویلي دي: «که چیرې هغوی [کډوال] زموږ پر عسکرو د تیږو وارونه وکړي، نو زموږ عسکر به یي بیرته ځواب ورکړي.» ترمپ ویلي دي چې ده، عسکرو ته ویلي دي چې تیږي د ټوپک په توګه وګڼي.

دیموکراتان تور پوري کوي چې ترمپ د کډوالۍ له موضوع څخه د ټاکنیز کمپاین له پاره استفاده کوي. دیموکراتان چې په اپوزیسیون کې دې پر هغه تور پورې کوي، چې د غیر قانوني کډوالو څخه اندیښنې ته په لمن وهلو سره غواړي چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ جمهوري غوښتونکي د کانګرس په ټاکنو کې ډیرې رای وګټي.

زموږ له آرشیف څخه: