1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د سولې خبرو له پرمختگ سره به د ځواکونو شمير کم کړو

۱۳۹۷ بهمن ۱۷, چهارشنبه

ولسمشر ترمپ کانگرس ته په خپله کلنۍ وينا کې وويل چې ادارې یې په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي له پاره خبرې کړندۍ کړي دي او د مذاکراتو د برياليتوب په صورت کې به د عسکرو له را ايستلو سره د امريکا اوږده جگړه پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/3CneG
USA Ansprache zur Lage der Union in Washington
انځور: Reuters/J. Young

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۵) کانگرس ته په خپله کلنۍ  وينا کې وويل: «ستر ملتونه بې پایه جګړې نه کوي.»

ترمپ په خپله وينا کې دا هم وويل چې امريکايي ځواکونو په سوريه کې داعش تقریباً مات کړی دی او اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې دغه ځواکونه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه بوخت دي، ترمپ د دغو ځواکونو د «بې مثاله زړورتوب» ستاینه وکړه. هغه وویل: «د دوی [امريکايي عسکرو] د زړورتيا له کبله موږ د دې جوگه شوو چې د دې اوږدې او خونړۍ جگړې له پاره يوه سياسي حل لاره تعقیب کړو.»

ترمپ په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې اداره یې د طالبانو په ګډون له ځينو ډلو سره رغنده خبري کوي. ترمپ وويل: «چې دې خبرو پرمختگ وکړ، بيا نو کولی شو په افغانستان کې د خپلو پوځونو شمېر کم کړو او د ترهگرۍ پر ضد جگړې باندې تمرکز وکړو. او موږ به هرومرو پر ترهگرۍ ضد جگړې باندې تمرکز وکړو.»

خو ترمپ په دې هلکه څه ونه ويل چې کله به هغه ۱۴۰۰۰ عسکر چې اوس په افغانستان کې دي، له دې هیواده را وباسي. هغه وويل: «موږ نه پوهيږو چې [له طالبانو سره] به يوه تړون ته ورسيږو او که نه، خو په دې ښه پوهيږو چې تر دوو لسیزو جگړې وورسته اوس يې وخت دی چې لږ تر لږه د سولې هڅه وکړو.»

USS Makin Island | Rückzug von US-Truppen aus Syrien angekündigt
ترمپ له سوریې څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو خبره هم کړې دهانځور: imago/ZUMA Press/D. Morgan

په ډسمبر میاشت کې يوه امريکایي چارواکي ويلي ول چې ترمپ پلان لري له افغانستانه تر ۵۰۰۰ زيات امريکايي عسکر را وباسي. دې خبرې داسې اندېښنې راپارولې دي چې آیا د عسکرو کم شمير به دغه ماموريت او په دغه هيواد (افغانستان) کې به د ثبات رامنځته کولو دنده سرته ورسولی شي او که نه؟

ترمپ په ۲۰۱۶م کال کې، د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين په ترڅ کې ويلي ول چې غواړي د بهرنيو شخړو پر ځای پر کورنيو مسئلو تمرکز وکړي. خو په ډسمبر مياشت ترمپ له دې اعلان سره چې غواړي خپل ټول ځواکونه له سوریې وباسي، د اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو تر منځ اندیښنې راوپارولې، ځکه هغوی په دې باور دی چې داعش اوس هم په سوريه کې ګواښ رامنځ ته کوي.

په کانگرس کې د ترمپ تر وينا وروسته د استازو مجلس د بهرنيو چارو کمېټې مشر ايليوت انجل، وويل چې د ترمپ د سوریې پلان ښه سنجول شوی نه دی او کيدای شي د امريکا متحدين لکه کردان او اسرائيل له خطر سره مخامخ کړي، ځکه ايران په سيمه کې د نفوذ ترلاسه کولو په حال کې دی.

د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووتل، هم د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې داعش ښايي په يوه دايمي گواښ بدل شي.