1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د رسنيو په عنعنوي میلمستیا کي گډون نه کوي

۱۳۹۵ اسفند ۸, یکشنبه

دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کي د خبريالانو په ماښامنۍ میلمستیا کي گډون نه کوي. ترمپ په خپل تویتر کي لیکلي دي، چي « هیله ده زما نیکي هیلي هغوی ته ورسوئ او ښه ماښام ولرئ.»

https://p.dw.com/p/2YGqu
Donald Trump  Conservative Political Action Conference   CPAC
انځور: picture alliance/AP Photo/A.Brandon

په سپینه ماڼۍ کي د خبريالانو په ماښامنۍ میلمستیا کي گډون د ټولو پخوانیو جمهوررييسانو دپاره یوه حتمي خبره وه او وروستی ځل بارک اوباما هم په هغه گډون کړی ؤ.

د ترمپ پیغام ظاهرأ دوستانه معلومیږي، خو په حقیقت کي هغسي نده. هغه د جمهوري رياست دمقام تر اشغال څو اوونۍ وروسته بیا هم د رسنیو پرضد خپلي دښمنانه تگلاري ته ادامه ورکړه او ددواړو خواوو دریځونه نور هم سره سختيږي.

واقعیت دادی، چي د انتقادي رسنیو سره د امریکا د نوي حکومت شخړی په دې وروستیو ورځوکي نوري هم ډیري سوي دي. د هغې جملې څخه پرون شنبه«دفبروۍ میاشتي ۲۵ نیټه» په سپینه ماڼۍ کي یوه مطبوعاتي کنفرانس ته د ځینو منتقدو رسنیو نه پریښول، لکه CNN، نیویارک ټایمز او نور دډیرو ژورنالسټانو دقهر سبب سو. حتی هغه چینلونه او ورځپاڼي هم چي دډیره وخته ورته د ترمپ د طرفدارانو په سترگه کتل کیده، هم تر شوک لاندي راغلل.

«غیرامریکايی بللئ» عمل

د CNN تلویزوني چینل د «نه منلو یوه پرمختگ» څخه خبره کړې ده. هغه په خپل تویتر کي لیکلي دي،چي «دا ظاهرأد غیر مطلوبو واقعیتونو په مقابل کي د سپیني ماڼۍ یو انتقام اخیستونکی عمل» دی. خو «موږ به دې ته په ناپلرني سره خپلو رپوټونو ته ادامه ورکړو.» دددغه چینل یوه نطاق «جېک تېپر»د ترمپ دغه عمل«غیر امریکايي» وباله.

د واشنگټن پوست ورځپاڼي مشر «مارتی بارون» د سپیني ماڼۍ په مطبوعاتي کنفرانس کي د ډیرو رسنیو نه پریښول هیڅ د منلو وړ ونه باله. د هغه په خبره حکومت پدې ډول سره «یوه غیر دیموکراتیکه لار» غوره کړې ده. «که سپینه ماڼۍ عامه اطلاعاتو ته لاسرسئ محدود کړي ، کامیابه به نسي.»

«د ولس دښمنان»

په ۲۰۱۵ م کال کي لا ترمپ په ډیري خوشالۍ سره د ژورنالسټانو په ماښامنۍ میلمستیا کي برخه اخیستې وه، خو اوس یې نور نه غواړي. ده تر خپل کامیابه کیدو دمخه او وروسته هم ژورنالسټان په تکرار سره « درواغجن» او د «جعلي خبرو» په خپرولو تورن کړي دي. اوس هغه خپله لهجه نوره هم تنده کړې ده او د هیواد رسنیو ته یې د «ولس د دښمنانو» خطاب کړی دی.

د اپریل پر ۲۹ په سپینه ماڼۍ کي د ژورنالسټانو ماښامنۍ میلمستیا په واشنګټن کي په عنعنوي ډول سره یوه په لوړه سویه اجتماعي راټولیدنه ده او اصلأ باید برحاله جمهوررييس په هغه کي یوه بیانیه ورکړي. ترمپ په دغه ماښامنۍ میلمستیا کي په خپل نه گډون سره دغه پخوانئ دود ماتوي . هغه په میلمستیا کي د خپل نه گډون دلیل ندی ویلی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.11.2016):