1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د خپلو اټومي وسلو د زياتولو ګواښ کوي

۱۳۹۷ آبان ۱, سه‌شنبه

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له روسيې او چين سره د اټومي وسلو د نوي سيالۍ اعلان وکړ. په زياته بيا تمرکز پر چين باندي دی.

https://p.dw.com/p/36zBb
USA, Washington: Trump hält eine Kabinettssitzung im Weißen Haus
انځور: Reuters/K. Lamarque

دونالد ترمپ د نوو اټومي توغنديو د جوړولو ګواښ کوي. هغه، ټيکساس ايالت ته د يو ټاکنيز کامپاين تر سفر دمخه وويل چي دغه خبرداری «د چين، روسيې او هر هغه چا له پاره دی چي لوبه کول غواړي.» هغه زیاته کړه: «زما سره څوک دا ډوله لوبه نه سي کولای.» ترمپ يو ځل بيا ګواښ وکړ چي امریکا متحده ايالات به له روسيې سره د وسلو د کمولو له مهم تړون څخه ووځي.

د منځني واټن ويشتونکو توغنديو په تړاو دغه تړون لاسليک کوونکي اړخونو ته اجازه نه ورکوي چي داسي اټومي خولۍ لرونکي توغندۍ ولري يا يې جوړي کړي چي له۵۰۰ او ۵۵۰۰ کلومتره پوري واټنه ويشتلای سي.

ترمپ: «موږ تر بل هر چا زياتي پيسې لرو»

ترمپ، روسيې ته په اشاره سره وويل: «زه دغه تړون ځکه لغوه کوم چي هغوی ترې سرغړونه کړې ده.» نوموړي زياته کړه: «هغوی نه د تړون مقصد او نه هم پخپله تړون ته ژمنتيا ښودلې ده.»

د ترمپ په وينا چين د دغه تړون برخه نه دی که څه چي بايد چين هم د دغه تړون برخه وای. ترمپ غوښتنه وکړه چي چين بايد د دغه تړون برخه وګرځول سي. هغه وويل چي امریکا متحده ايالات به تر هغه وخته پوري د اتومي وسلو زيرمي په نوو جوړو سوو وسلو سره زياتي کړي تر څو چي «هغوی تعقل ته رسيږي. کله چي داسي وسي، بيا به نو موږ هوښيار يوو او له دې کاره به لاس واخلو. البته موږ به د اټومي وسلو نوی جوړښت نه دروو، بلکي کمي به يې کړو.» ترمپ زياته کړه: «موږ تر بل هر چا زياتي پيسې لرو. موږ به دا جوړ کړو.»

چين: امريکا بايد محتاط چلن وکړي

امريکا متحده ايالات له زيات وخت راهيسي له دې څخه ناخوښه دي چي چين د منځني واټن ويشتونکو توغنديو د تړون برخه نه دی او له دې کبله له چين سره په دې ډګر کي د سيالۍ امکانات نه لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندي، هوا چون يين، د امريکا متحده ايالاتو دريځ رد کړی دی چي ګواکي د چين مجهز کېدل له دغه تړونه د ليري کېدو لامل يادوي. هغې وويل: «دا بالکل نادرسته ده چي له دغه تړونه د وتلو په ترڅ کي چين هم راښکېل کړل کيږي.»

د وياندي په وينا د روسيې او امريکا متحده ايالاتو تر منځ دغه تړون د توازن ساتلو له پاره ډېر مهم دی. د هغې په وينا له دغه تړونه «د امريکا يوه اړخيزه وتنه» به «زياتي منفي پايلي» ولري. د دغې وياندي په وينا امريکا بايد له دغه تړون سره ډېر محتاطانه چلن وکړي.

په عين حال کي د ملي امنيت له پاره د ترمپ سلاکار جان بولتون له خپل روسي سيال نيکولای پاتروشېف او د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګې لاوروف سره په مسکو کي ليدلي دي. بولتون له پاتروشېف سره تر پنځه ساعته خبرو اترو وروسته د «کومرسانت» په نوم ورځپاڼي ته وويل چي روسيه هغه تورونه ردوي چي ګواکي له تړون څخه يې سرغړونه کړې ده.

د نوموړي په وينا روسيه حتی پر امریکا متحده ايالاتو تورونه لګوي. د نوموړي په وينا اصلي ستونزه له تړون څخه د امريکا متحده ايالاتو وتنه نه، بلکي د روسيې له خوا له دغه تړون څخه سرغړونې دي.

پاتروشېف له خبرو وروسته وويل چي روسيه له امریکا سره همکارۍ ته چمتو ده تر څو دغه تړون وژغورل سي. د کرملن د معلوماتو په حواله بولتون د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۳مه نېټه) د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره ملاقات کوي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس هم غواړي چي د دغه تړون د ژغورلو په مقصد دپلوماتيکي هلي ځلي وکړي. هغه وويل: «دغه تړون په حياتي توګه د اروپا له لېوالتياؤ سره تړاو لري. تر کوم وخته چي د دغه تړون د ساتلو يو چانس موجود وي، موږ غواړو د ټولو دپلوماتيکو امکاناتو په مرسته د دې له پاره هلي ځلي وکړو.»

ماس وويل چي په ناټو کي به دغه موضوع ته د اجندا په سر کي ځای ورکړي. د هغه په وينا اروپا چمتو ده چي د تړون د عملي کولو په ترڅ کي له روسيې سره خبري وکړي. ماس وويل: «موږ دې ته نه يو چمتو چي د وسله وال کېدلو نوې سيالي پېل سي.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځور راپور (28.12.2016):