1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د تويتر د لارې پخوانۍ سفيره ګواښلې ده؟

۱۳۹۸ آبان ۲۵, شنبه

ترمپ د تويتر د لارې د هغه د استيضاح په اړه د پلټنو په ترڅ کې پر يوې شاهدې باندې لفظي حمله کړې ده. ترمپ دغه کار د بيان آزادي، خو دموکراتان يې پر شاهدانو فشار واردول بولي.

https://p.dw.com/p/3T99x
USA Washington | Impeachment-Anhörung | Adam Schiff, Chairman
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د متحده آيالاتو دموکرات ګوند د امريکا پر ولسمشر د استيضاح په قضيه کې د روانو پلټنو په ترڅ کې د تويتر د لارې پر يوې شاهدې باندې د فشار واردولو له کبله سخت تورونه پورې کوي. د متحده آيالاتو په ولسي جرګه کې د استخباراتو د پلاوي مشر، آدم شيف، په اوکراين کې د متحده آيالاتو د سفيرې، ماري يوانوويچ ، د څرګندونو تر اورېدو وروسته وويل چې «دا د يوې داسې تګلارې يوه برخه ده څو شاهدان بې زړه کړل شي». ترمپ په داسې حال کې چې له نوموړې څخه په کانګرس کې پوښتنې کېدلې، ورباندې د تويتر د لارې نيوکې کړې وې.

يوانوويچ د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۵مه) په يوه علني ناسته کې د اوکراين د قضيې د پلاوي په حضور کې څرګندونې کولې. د هغې د استماع پر مهال د متحده آيالاتو ولسمشر مداخله وکړه او په يوه تويت کې يې وليکل چې هر چېرته چې يوانوويچ د سفيرې په توګه تللې ده، ګنې وضع خرابه شوې ده. له يوانوويچ څخه د استماع پر مهال د دغه تويت په اړه پوښتنه وشوه چې هغې يې «بې زړه کوونکی» وباله.
آدم شيف چې د پلاوي مشري ورپه غاړه وه، «په ژوندۍ بڼه د شاهدانو له بې زړه کولو» څخه خبرې کولې او دا يې يو «وحشتناک» عمل وباله.
يو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو د پخوانۍ سفيرې تر استماع وروسته هڅه کوله چې د يوې بيانيې د لارې د ترمپ د تويت اهميت يو څه راکم کړي. جمهوري غوښتونکې استازې، ايليز ستېفانيک، وويل چې سړی کولی شي دغه تويت سم يا ناسم وګڼي او دا چې هغه خپله ورسره توافق نه لري، خو «اصلي موضوع دلته د تويتونو په اړه نه ده.»

د ترمپ او سېلنسکي تليفوني خبرې

يوه بل جمهوري پال وويل چې هغه مطمئين نه دی چې آيا دا په يوې شاهدې باندې حمله وه، که نه، بلکې دا اصلا «د هغې د ژوندليک» په هکله يوه څرګندونه وه. نورو ګوندي ملګرو داسې استدلال کاوه چې ترمپ يوازې د استيضاح په غير عادلانه پلټنو کې له ځان څخه دفاع کړې ده. ترمپ خپله دغه تور رد کړ چې ګويا هڅه يې کړې چې شاهدان وګواښي او ويې ويل چې هغه په آزاده توګه د خپل نظر د څرګندولو حق لري «عين لکه نور خلک». هغه څه چې د استيضاح په پلټنو کې تر سره کیږي، د هغه په خبره خجالتي او شرمونکې بڼه لري. د هغه په خبره جمهوري غوښتونکي، په دغه قضيه کې له مهمو حقونو څخه بې برخې شوي دي.
 له مېرمن يووانويچ څخه د ترمپ او د اوکراين د ولسمشر، ولوديمير سېلنسکي تر منځ د جولای مياشتې په پای کې د تليفوني خبرو د پروتوکل په هکله پوښتنه شوې وه. ترمپ په دغو خبرو کې سېلنسکي هڅولی دی چې د هانتر بايدن په وړاندې پلټنې پيل کړي. د يوانوويچ په اړه بيا ترمپ په دغو تليفوني خبرو کې ويلي دي: «هغه به يو څو شيان تجربه کړي.» پخوانۍ سفيرې په دې هکله ويلي دي چې دا «لکه يو ګواښ» غوندې ورته ښکاري. د دغې ديپلوماتې څرګندونې د متحده آيالاتو د ولسمشر په وړاندې دريمه علني استماع وه. ترمپ په دې تورن دی چې له خپل واک څخه يې ناوړه استفاده کړې څو د اوکراين حکومت دې ته راولي چې د هغه په ګټه د متحده آيالاتو په انتخاباتي کمپاين کې لاسوهنه وکړي. 
DW/NS/AWA

USA Anhörung Marie Yovanovitch ehemalige Botschafterin in der Ukraine
پخوانۍ سفيره ماري يوانوويچانځور: picture-alliance/abaca/R. Stefani