1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ترمپ: د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام امکان تل شته

۱۳۹۸ خرداد ۱۵, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ د «آی ټي وي» په نوم بریتانوي تلویزوني شبکې سره په خبرو کې د ایران له ولسمشر سره خبرو ته چمتووالی ښوولی خو ویلې یې دي چې د دغه هیواد پر وړاندې د متحده ایالاتو د پوځي اقدام احتمال تل شته.

https://p.dw.com/p/3Jrl7
USA Donald Trump vor Abreise nach Japan
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی دی. تر دې دمخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، له ایراني مسوولینو سره بي له کوم قید او شرطه خبرو ته چمتووالی ښوولی وو.

دونالد ترمپ په خپله دغه مرکه کې خبرو اترو ته د چمتووالي تر څنګ د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو د احتمالي پوځي اقداماتو خبره هم نه ده رد کړې.

د متحده ایالاتو ولسمشر له آی ټي وي، سره په خپله تازه مرکه کې ویلي دي چې کله یې په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ چارې پېل کړې نو ایران ګواښوونکي اقدامات کول. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي: «ایران هغه وخت په نړۍ کې لومړنۍ تروریست ملت وو او ښایي نن ورځ هم وي.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا فکر کوي چې د ایران پر وړاندې به کوم پوځي اقدام ته اړتیا وي، ترمپ وویل: «تل دغه احتمال موجود دی. آیا زه دغه څه غواړم؟ نه، زه دې ته ترجیح نه ورکوم. خو دغه احتمال تل موجود دی.»

کله چې له ترمپ څخه پوښتنه وشوه چې آیا له حسن روحاني سره خبرو ته چمتو دی نو په ځواب کې یې وویل: «هو! البته. زه خبرو ته ترجیح ورکوم.»

(ms/sr (reuters