1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د افغانستان د سولې له پاره مو ډیر قوي مذاکرات پیل کړي

۱۳۹۷ آذر ۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې په موخه مو ډیر قوي مذاکرات پیل کړي. د هغه په خبره تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې دغه هلي ځلي به بریالۍ شي او که به له ناکامۍ سره به مخ شي.

https://p.dw.com/p/38lnU
USA Florida Präsident Donald Trump in Mar-a-Lago, Palm Beach
انځور: Reuters/E. Thayer

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نوامبر میاشتې۲۲ نیټه) د افغانستان د سولې د تازه هلو ځلو په هکله د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د سولې له پاره مو ډیر قوي مذاکرات پیل کړي دي خو په خبره یې دا لا معلومه نه ده چې دغه مذاکرات به بریالي شي او که به له ناکامۍ سره به مخ شي.

ولسمشر ترمپ په افغانستان کې میشت امریکايي سرتیرو ته د «مننې د ورځې» یا تنکس ګیونګ د ورځې په مناسبت تر خپل تليفوني پیغام وروسته رسنیو ته وویل: «موږ په [افغانستان کې] د سولې له پاره خبرې کوو او وبه ګورو چې دغه کار نتیجه ورکوي او که نه.»

ترمپ په خپلو خبرو کې همدا راز وویل:«اوس مذاکرات روان دي. زه نه پوهیږم چې [دغه مذاکرات] به بریالي شي، او یا دا چې له ناکامۍ سره به مخ شي. اوس څوک نه په پوهیږي. کیدای شي [بریالي شي] او کیدای شي [بریالي] نه شي.»

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په خپلو خبرو کې داسې ښکاره کړه چې ښايي په نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي. دا به افغانستان ته د ترمپ لومړی سفر وي.

US Soldaten in Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Renneisen

د (Thanksgiving) یا د مننې ورځې په مناسبت په افغانستان کې میشت امریکايي سرتیرو ته د ویډیويي کنفرانس د خبرو پرمهال ولسمشر ترمپ د امریکا د هوايي ځواکونو یوه قوماندان ته وویل چې هیله من یم چې بیرته دې په متحده ایالاتو کې ووینم او یا دا چې زه به تا هلته [په افغانستان] کې ووینم. ولسمشر ترمپ په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې څوک نه پوهیږي چې څه به پیښ شي.

ولسمشر ترمپ او افغانستان ته د نوموړي سفر

په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو اعلی سرقوماندان چې د دې هیواد ولسمشر وي، په دوامداره توګه په بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کې له خپلو سرتیرو سره لیدلي دي، خو پر ولسمشر ترمپ باندې انتقاد دی چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې له خپلو سرتیرو سره نه دي لیدلي.

د ولسمشر ترمپ پر ځای د هغه مرستیال مایک پینس بیا د تیرکال په دسمبر میاشت کې په یوه نا اعلان شوي سفر سره افغانستان ته ولاړ او د بګرام په پوځي اډه کې یې له خپلو سرتیرو سره ملاقات وکړ.

US-Vizepräsident Mike Pence zu Besuch in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر باراک اوباما د خپل واک په موده کې افغانستان ته دوه ځلې او عراق ته یو ځل سفر کړی دی. تر دې وړاندي جورج ډبلیو بوش هم افغانستان ته دوه ځلې او عراق ته بیا څلور ځلې سفرونه وکړل.

جنګي سیمو ته د امریکا د ولسمشر سفرونه د امنیتي اندیښنو له کبله پټ ساتل کیږي او یوازې هغه وخت برملا کیږي کله چې د امریکا متحده ایالاتو یو ولسمشر دغو سیمو ته ورسیږي. په ځینو مواردو کې د امریکا د اعلی سرقوماندان د سفر په هکله معلومات هغه مهال خپریږي، کله چې نوموړی له یوې جنګي سیمې څخه بیرته د امریکا پر لوري سفر پیل کړي.

سربیره پر دې، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نوامبر میاشتي۲۱نیټه) د امریکا متحده ایالاتو له دفاع وزیر جیمز متیس څخه وپوښتل شول چې آیا ولسمشر ترمپ باید جنګي سیمو ته سفر وکړي؟ نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ولسمشر اعلی سرقوماندان دی او هغه پریکړه کوي چې چیرته باید ولاړ شي. که په واضح توګه ووایم، ځینې وخت زه نه غواړم چې هغه ځینو ځانګړو سیمو ته سفر وکړي، [دلیل یې] د هغه او د سرتیرو امنیت دی.»

امریکا متحده ایالات اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتیري لري. دغه سرتیري د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او په ځینو مواردو کې د داعش ډلې په څیر د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد په پوځي عملیاتو کې هم برخه اخلي.