1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ترمپ: تر دوو ورځو پورې د خاشقجي قاتلان مشخصوو

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي چې حکومت به یې تر راتلونکو دوو ورځو پورې د سعودي د منتقد خبریال خاشقجې د وژنې مسئولين مشخص کړي. بل لور ته آلمان او اروپایي اتحادیې هم په دې هکله له سعودي عربستان څخه د وضاحت غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/38SKa
Jamal Khashoggi
انځور: Getty Images/C. McGrath

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په کالیفورنیا کې د مالیبو له ښار څخه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د سعودي د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل په هکله به بشپړ رپوټ د دوشنبې یا سه شنبې په ورځ وړاندې کړي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د جمعې په ورځ «واشنګټن پوسټ» او «نیویارک ټایمز» ورځپاڼو رپوټ ورکړی وو چې د امریکا متحده ایالاتو بهرنۍ اسختباراتي اداره «سي آی ای» د خپلو څیړنو په پایله کې دې نتیجې ته رسیدلې ده، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې عملاً د دې هیواد واک په لاس کې لري، د جمال خاشقجې د وژلو امر کړی دی.

د ترمپ ویاندې سارا ساندرز، ویلي دي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ د «سي آی ای» له مشر جینا هسپل او د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپئو سره په دې اړه تلیفوني خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیثر نائورت، د ترمپ تر څرګندونو مخکې ویلي وو چې د امریکا حکومت تر اوسه پورې د خاشقجي د وژنې په هکله وروستۍ نتیجې نه دی رسیدلی.

د هغه په خبره اوس هم ډیرې پوښتنې بی ځوابه پاتې دي او له همدې کبله د امریکا حکومت نورو ښکيلو هیوادونو سره د همکارۍ په حال کې دی، تر څو د دې قتل اصلي مسئولين د قانون منګولو ته وسپارل شي. ناوئرت زیاته کړه چې تر اوسه پورې د امریکا او سعودي عربستان تر منځ مهمې ستراتیژیکې اړیکي په خپل ځای پاتې دي.

آلمان او اروپایې اتحادیې د وضاحت غوښتنه کړې

د آلمان حکومت او په اروپایې اتحادیه کې متحدینو یې د جمال خاشقجي د قتل په برخه کې د سعودي عربستان توضیحات ناکافي بللي او د ریاض له حکومت څخه یې په دې اړه د شفافو څرګندونو غوښتنه کړې.

Heiko Maas
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او اروپایي متحدینو یې د شنبې په ماښام په دې اړه د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د سیاست د مسئولې فدریکا موګیريني، له بیانیې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

موګیريني په خپله بیانیه کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د دغه هیواد د منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل په هکله د «اساسي، موثقو او شفافو څیړنو» غوښتنه کړې.

د آلمان د بهرنیو چارو زوارت په تویتري پيغام کې چې د اروپایي اتحادیې بیانیه هم ورسره ضمیمه شوې ده راغلي دي، چې آلمان او اروپایي اتحادیه د خاشقجي د قتل اړوند د څو شکمنو کسانو د دوسیې په ارتباط په ریاض کې د څارنوالۍ د وروستیو اقداماتو په هکله په جریان کې اچول شوي دي، خو سربیره پر دې یې د دې وحشتناکه قتل په هکله د لا زیاتو توضیحاتو غوښتنه کړې.

په بیانیه کې راغلي دي چې ټول هغه کسان چې په دې قتل کې مسئول دي باید عدالت ته وسپارل شي. اروپایي اتحادیې د سعودي عربستان تحقیقات په دې مسیر کې یو ګام بللی، خو تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې اروپایې اتحادیه په دې قضیه کې تورنو کسانو ته د اعدام سزا په کلکه ردوي.

د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو د خاشقجي د قتل مسئولين په غیر مستقيم ډول پر بندیزونو ګواښلي دي.