1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې ایران له «اور سره لوبې کوي». هغه تر دې وروسته دا څرګندوني وکړي چې تهران خبر ورکړ چي د هغي اندازې يې زيات غني شوي يورانيم زيرمه کړي دي چي په ۲۰۱۵م کال کې پر موافقه شوې وه.

https://p.dw.com/p/3LSsL
USA | Donald Trump
انځور: picture-alliance/dpa/abaca/Pool/Polaris/M. Theiler

د ایران تر دې اعلان وروسته، اسرائیلو پر اروپايي هیوادونو باندې غږ وکړ چې پر ایران باندې بندیزونه ولګوي. روسیې که څه هم د دې وضعیت له کبله خواشيني وښوده، خو روښانه یې کړه چې هغه د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو پایله ده چې له کبله یې په ۲۰۱۵م کال کې رامنځ ته شوی د ایران اتومي تړون له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

بریتانیا بیا له تهران څخه غوښتي دي چې نور د تاریخي تړون له چوکاټ څخه «بهر له اقداماتو ډډه وکړي». ملګرو ملتونو هم ویلي دی چې ایران باید په تړون کې خپلو کړو ژمنو ته وفاداره پاته شي.

د ایران د غني شویو یورانیمو د زیرمو د زیاتیدو خبر، د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ورکړ. خو هغه روښانه کړه چې دغه اقدام بیرته شا ته کیدای هم شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ایران دغه اقدام غندلی دی او د سختو عواقبو ګواښ یې کړی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «هغوی [ایرانیان] پوهیږي چې څه کوي. هغوی پوهیږي چې له څه سره لوبې کوي او زه فکر کوم چې هغوی له اور سره لوبیږي.»

امریکا متحده ایالات تیر کال د ایران له اتومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت او بیا یې د دې هیواد پر اقتصاد باندې سخت بندیزونه ولګول. تهران بیا د تړون له نورو اړخونو چې آلمان هم پکې شامل دی، وغوښتل چې د ژغورلو هڅه یې وکړي. ښايي تهران د فشار رامنځ ته کولو په موخه د مې پر اتم تاریخ د دې اعلان کړی وي چې نور به په تړون کې د غني شویو یورانیمو د زیرمو تعین شوی حد مراعت نه کړي.

پر دې سربیره ایران دا ګواښ هم وکړ چې که د تړون نور اړخونه یعنی بریتانیا، چین، فرانسه، آلمان او روسیه د امریکا د بندیزونو د فشار د کمولو په موخه اقدامات و نه کړي نو تهران به د اتومي تړون نورې برخې هم له پامه وغورځوي.

له بلې خوا بیا سپیني ماڼۍ په وار وار سره ټینګار کړی دی چې امریکا او متحدین به یې هیڅکله هم ایران ته اجازه ور نه کړي چې اتومي وسلې جوړې کړي او له همدې کبله به پر دې هیواد باندې حد اکثر فشار وساتي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ستیفني ګریشم، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ایران د اتومي تړون د رامنځ ته کیدو پر مهال دا یوه «اشتباه وه چې دې هیواد ته تر یوې کچې پورې د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شوه».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې د یوه لنډ پیغام په خپرولو سره د خپل هیواد د وروستیو اقداماتو ننګه کړې ده او ټینګار یې کړی چې هر وخت چې په تړون کې شامل اروپايي هیوادونه خپل مکلفیتونه ترسره کړي، نو تهران به هم له خپلو اقدامات پر شا شي.

ms/qn (afp)