1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۶۰ زرو ډیرو افغان زده کوونکو لوړو زده کړو ته لار موندلې

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان کړې. د دغه وزارت د ارقامو له مخې ۶۰۰۵۱ کسانو د لوړو زده کړو موسساتو ته لار موندلې.

https://p.dw.com/p/32ROc
Afghanistan Frau stillt Baby bei Examen
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Ahmadi

تر ۱۹ زرو زیات کسان په سږني کانکور کې ناکامه شوي دي. د لوړو زده کړو بنسټونو ته د کامیابۍ معیار ۱۵۰ او نیمه لوړو زده کړو ته بیا ۱۴۰ نمرې وې.

د ۱۳۹۷ لمریز کال په کانکور کې د ۱۲ ټولګیو تر ۱۷۵ زرو زیاتو فارغانو ګډون کړی وو. له ۶۰ زرو کسانو څخه چې پوهنتونونو ته یې لار موندلې، ۳۱ سلنه یې نجوني دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د ارقامو له مخې د کانکور له ګډونوالو څخه ۱۲ زرو تنو د نیمه لوړو زده کړو موسساتو ته لار موندلې ده.

د لوړو زده کړو د وزارت معاون بري صدیقي، د چهارشنبې په ورځ د کانکور د پایلو د اعلانولو پر مهال وویل چې د کانکور یو شمیر ګډونوال چې دولتي پوهنتونونو ته یې لار نه ده موندلې، په خصوصي پوهنتونو کې د شاملیدو شرایط پوره کړي.

هغه زیاته کړه: «یو ډیر شمیر کسان شته چې د کامیابۍ نمره یې تر لاسه کړې ده خو په خپل انتخاب کې یي دولتي بنسټونو ته لاره نه ده موندلې، د دغو کسانو شمیر تر ۶۶ زرو زیات دی چې په خصوصي او یا د نیمه زده کړو دولتي پوهنتونونو کې د جذبیدو پر شرایطو برابر دي.»

د ښاغلي صدیقي په خبره له دې سره سره چې له ۱۷ زرو زیاتو کسانو چې په کانکور کې د ګډون له پاره نوم لیکنه کړې وه، په امتحان کې یي عملا ګډون و نه کړ او غیر حاضر وو.

د کانکور د روڼتیا په هکله ډاډ

د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وایي چې د دغه وزارت هیڅ کوم یوه چارواکي د نمرو ورکولو په پریکړه کې برخه نه درلوده. د هغه په خبره د نمرو ورکولو اړونده چارې د یوه اتوماتیک او دیجیتال سیستم له لارې تر سره شوي او په هغې کې کومه لاسوهنه نه ده شوې.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري، د کانکور د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې په کابل کې د افغان ترک لیسې زده کوونکې تهمینه بنت عبدالصبور د ۳۵۳،۴۴۶ نمرو په تر لاسه کولو سره د کانکور عمومي اول نمره شوې ده.

زموږ له آرشیف څخه: