1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« تر ۱۰۰ څخه زيات فلسطينيان ووژل سول»

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۱, شنبه

د اسرائيل او حماس تر منځ د جمعې په ورځ درې ورځنی اوربند د شروع کېدو څخه څو ساعته وروسته بېرته لغوه اعلان سو. د هغه راهيسي تر ۱۰۰ زيات فلسطينيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Cnmo
انځور: picture-alliance/dpa

د اسرائيل پوځ په خپل پوره قوت سره په غزه کي خپلو بريدونو ته ادامه ورکړې ده. دا د هغه وروسته چی د جمعې په ورځ د اسرائيل په خپله وينا د اوربند پر وخت د دوی يو عسکر وتښتول سو.

د دې څخه تر مخه د حماس تر څنګ اسرائيل هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کيمون او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کېري لخوا وړانديز سوي درې ورځني اوربند ته هوکړه کړې وه. خو اسرائيل ويلي ول چي مځکنۍ قواوي به يې په غزه کي د حماس لخوا د جوړو سوو تونلونو خرابولو ته ادامه ورکړي.

له بل اړخه وسله وال فلسطينيانو د شنبې په سهار هم د اسرائيل پر لور راکټونه وتوغول. د دغو راکټونو څخه د خبرداري لپاره په لويو اسرائيلي ښارونو لکه تل ابيب کي د خطر تولې اورېدل شوې دي. د اسرائيلي پوځ په وينا دوی د تل ابيب پر فضا دوه فلسطيني راکټونه په هوا کي له منځه يوړل او يو يې هم د هيواد په سويلي ښار بېرشېوا کي په هوا کي لا خنثی کړ.

د يوې کورنۍ ۱۵ غړي وژل سوي دي

په غزه کي د يو اسرائيلي عسکر د ادعا سوي تښتونې وروسته اسرائيلي پوځ د غچ اخيستنې په بريدونو لاس پوري کړ. د مرستندويه ټولنو په وينا د اسرائيل په دغو بريدونو کي تر اوسه تر ۱۰۰ څخه زيات فلسطينيان وژل سوي دي. په دې ترڅ کي يوازي د شنبې په شپه تر ۱۹ څخه زيات فلسطينيان ووژل سول، چي پکښي ۱۵ يې د يوې کورنۍ غړي ول. د مرستندويانو په وينا د شپې پر وخت يې د يو بل نړېدلي کور لاندي څلور مړي وموندل.

Gaza Israel Krieg Angriff 1. August
انځور: Reuters

په خان يونس کي چي رفح ته نژدې پرته سيمه ده، د اسرائيلي ټانکونو په توپونو کي درې فلسطينيان وژل سوي دي. د مرستندويانو په وينا په ټوليزه توګه ۱۰۰ فلسطينيان وژل سوي او تر ۳۵۰ څخه زيات ژوبل سوي دي. دا د جمعې د ورځي د سهار راهيسي، کله چي اسرائيل اعلان وکړ چي د خپل تښتول سوي عسکر لپاره به په جدي توګه هخې پېل کړي.

د تښتول سوي ۲۳ کلن اسرائيلي دويم بريدمن په هکله ويل کيږي چي نوم يې هادر ګولډين دی. د اسرائيلو د عدليې وزيري څيپي ليفني د حماس ډله د دغه عسکر په تښتولو تورنه کړې ده. د اسرائيلي رسنۍ والا په وينا نوموړي وزيري حماس ته ګواښ کړی دی چي د دغه تښتونې عواقب به وويني.

په قاهره کي خبري اتري پلان سوي دي

د حماس د ډلې وسله والې څانګي «عزالدين القسام» بيا ويلي دي چي دوی د تښتول سوي اسرائيلي عسکر د برخليک په هکله معلومات نه لري. يادې ډلې زياته کړې: « زموږ په خپلې سيمه کي په جګړه بوختي ډلې سره تماس شلیدلی دی. دغه ډله په هغه سیمه کي وه چيري چي اسرائيلي عسکر لادرکه سوی دی.» زياته سوې چي ښايي د دوی جنګي ډله د اسرائيلي عسکر په شمول په دغه سيمه کي له منځه تللې وي.

د اسرائيلي پوځ په وينا د ګولډين په نوم دغه عسکر تښتونه د اوربند د پېل څخه يونيم ساعت وروسته تر سره سوه چي په دغه پېښه کي د اسرائيل دوه عسکر هم ووژل سول.

په عيني حال کي د اُردن سيند د لوېديځي غاړي فلسطيني مشرتابه ويلي دي چي په قاهره کي به د اسرائيل سره د اوربند په تړاو خبرو اترو ته ورسي.