1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ډایناسور وروسته د نسل د ورکیدو له خطر سره مخامخ حیوانات

۱۴۰۰ دی ۱۹, یکشنبه

اقلیمي بدلونونه د نورو چاپيریالي ستونزو ترڅنګ د ځمکې پرمخ د یو شمیر حیواناتو او نباتاتو د نسل بقاء هم په خطر کې اچوي. قطبي خرسان هم د هغو حیواناتو په ډله کې دي چې د نسل په اړه يې اندیښنې ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/45Jr2
Norwegen - Polarbär erschossen
انځور: picture-alliance/AP Photo/Governor of Svalbard/G. B. Arntsen

اقلیمي بدلونونه د نورو چاپيریالي ستونزو ترڅنګ د ځمکې پرمخ د یو شمیر حیواناتو او نباتاتو د نسل بقاء هم په خطر کې اچوي. د وحشي ژوو نړیوال صندوق آلماني څانګه وایي چې د ډایناسور نسل تر محوه کیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د حیواناتو او نباتاتو په زرګونه ډولونه د ځمکې پر مخ د محوه کیدو له خطر سره مخامخ شوي دي.

د ژویو د نړیوال صندوق (WWF) په خبره په راتلونکو لسو کلونو کې به د ژوندیو موجوداتو له یو میلیون څخه زیات ډولونه له منځه ولاړ شي. د WWF په وینا، چاپیریالي خطرونه اوس په چټکۍ سره د حیواناتو او نباتاتو د ورکیدو لامل کیږي.

اوس مهال ۱۴۲۵۰۰حیوانات او نباتات له طبیعت څخه د حفاظت د نړیوالې اتحادیې په سور لیست کې شامل دي. له دې جملې څخه څلویښت زره یې د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي.

د WWF د آلماني څانګې مشر ایبرهارډ برانډیس وايي، د چاپیریال ساتنې او په ځانګړې توګه د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره بیړنۍ تګلارې ته اړتیا ده.

قطبي خرس یا ایږه، افریقایي فیل او نور ډولونه د انقراض له خطر سره مخامخ دي

Kilimandscharo
د WWF د لیست له مخې تیر کال د افریقا په وچه کې ځنګلي فیلان تر ټولو ډیر اغیزمن شوي ديانځور: picture-alliance/dpa/R. Schnoz

د WWF د لیست له مخې تیر کال د افریقا په وچه کې ځنګلي فیلان تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي. د دوی شمیر په تیرو ۳۱ کلونو کې نږدې ۹۰ سلنه کم شوی دی.

په دې لیست کې قطبي خرسان یا ایږې هم شامل دي. په شمالي منجمد سمندر کې د واورو ویلي کیدل، د قطبي خرسانو نسلونو له پاره ستونزمن حالت رامنځته کوي. د کارپوهانو په وینا، تر ۲۰۳۵ کاله پورې به د شمالي منجمد بحر په بشپړ ډول ویلي شي چې له کبله یې د سمندر د اوبو د سطحې د لوړیدو ګواښونه هم په ډیریدو دي.

په مدیترانې سمندر کې د نوبل پین شیل په نوم کبان، ګری کرینز او مهاجرت کوونکي کبان هم په دې لیست کې شامل دي.

خو سره له دې د دغو ژوو د ژغورنې له پاره هم په نړیواله کچه کوښښونه روان دي، د بیلګې په توګه په دې ترڅ کې په نیپال کې د هندي کرګندو، په کمبودیا کې وحشي خرو او تمساح ګانو څخه یادونه کولی شو چې په دې وروستیو کې یې شمیر د ریکارډ کچې ته لوړ شوی دی.