تر ټولو قيمتي هندي فلمونه کوم دي؟
تر ټولو لويه بوديجه د کوم هندي فلم وه؟ د مها بهارت، د ۲.۰ او که د باهو بلي؟ دا او د فلمونو پر بوديجو ورته بحثونه په هندي فلمي نړۍ کي عام دي. په دغه انځوريز راپور کي کتلای سئ چي تر ټولو قيمتي هندي فلمونه کوم دي:
۸ مقام ـ کرش ۳ ـ ۱،۱۵ مليارده هندي روپۍ
کرش فلم به ۲۰۱۳ کال بازار ته راووت چي پکښي راجېش روشن د مرکزي نرينه کردار تمثيل کړی دی. د دې څخه تر مخه د کرش دوه نور فلمونه هم بازار ته راوتلي ول. (يو مليارد ۱۰۰۰ مليونه کيږي) [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
۷ مقام ـ کوچادا اييا ـ ۱،۲۵ مليارده هندي روپۍ
کوچادا اييا د رجني کانت فلم دی چي په ۲۰۱۴ کال بازار ته راووت. دغه فلم د يو تاريخي پاچا په هکله دی او په تاميل ژبه ډک سوی دی.
۶ مقام ـ دهوم ۳ ـ د ۱،۷۵ او ۱،۲۵ مليارده هندي روپيو تر منځ
دهوم ۳ فلم د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ مياشت کی بازار ته راووت. په دغه فلم کي مرکزي نرينه کردارونه عامر خان او ابهيشک بچن لوبولي دي. ښځينه مرکزي تمثيل قطرينه کيف کړی دی.
۵ مقام ـ انتيران (روبوټ) ـ ۱،۳۲ مليارده هندي روپۍ
اننتيران په ۲۰۱۰ کال بازار ته راوتلی ساينس فيکشن فلم دی چي په تاميل ژبه ډک سوی. په دغه فلم کي مرکزي کردار رجني کانت لوبولی.
۴ مقام ـ را ۱ ـ ۱،۵ مليارده هندي روپۍ
را يو يا را ون د يو غېر عادي قوتونو لرونکي کس په هکله فلم دی چی مرکزي رول پکښي شاه رخ خان لوبلی. دغه فلم په ۲۰۱۱ کال بازار ته راوتلی ؤ.
۳ مقام ـ باهو بلي ۱ او ۲ ـ ۴ مليارده هندي روپۍ
د باهو بلي حماسه يي فلم لومړۍ برخه په ۲۰۱۵ کال بازار ته راووتله چي په ټوله نړۍ کي زياتو کتونکو وستايله. په دغه فلم کي کارول سوي کمپيوتري ايفکتونه د دغه فلم د بريا يوه لويه وجه بلل کيږي. اټکل کيږي چی د دغه فلم دويمه برخه به د ۲۰۱۷ کال د اپريل په پای کي بازار ته راووزي.
۲ مقام ـ ۲،۰ ـ ۴ مليارده هندي روپۍ
د «دوه اعشاريه صفر» په نوم هندی فلم ښايي د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه بازار ته راووزي. په دغه فلم کي رجني کانت او اکشې کمار هم تمثيل کړی دی.
۱ مقام ـ مهابهارت ـ ۱۰ مليارده هندي روپۍ
موهن لال چي پخپله هم په دغه فلم کي د ايکټر په توګه کار کوي، ويلي چي د مهابهارت فلم ته ۱۰ مليارده روپۍ (يو مليارد ۱۰۰۰ مليونه کيږي) بوديجه پلان سوې. مهابهارت د هندو دين تقريبا ۱۰۰ زره د مصرعو لرونکې اوږده حماسه ده، چي ورباندي تر مخه هم زيات فلمونه او ډرامي جوړي سوي دي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]