1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو مخالفين د ریکارد کچې ته رسیدلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۷, شنبه

د سیاسي پناه ترلاسه کولو په هڅه کې آلمان ته د راتلونکو کسانو شمیر د کمیدو سربیره، د دغه هیواد په ښارونو کې له مهاجرو سره د مخالفت کچه لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3HXp4
Deutschland Pegida in Dresden
انځور: Reuters/D. W. Cerny

په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر وړاندې د مخ پر ډیریدونکي مخالفت په اړه دغه شمیرې د «فریدريش اېبرت» بنسټ له خوا د ترسره شوې سروې له پایلو څخه ترلاسه شوي دي. له سوسيال دموکراتانو سره تعلق درلودونکي دغې ادارې د رپوټ پر بنسټ، ښي اړخو عوام پالو نظریاتو حتی د ټولنې مرکزي جوړښت ته هم سرایت کړی دی.

د نویو شمیرو له مخې ۵۴،۱ سلنه آلمانان په آلمان کې د موجودو سیاسي پناه غوښتونکو په اړه منفي نظر لري. د «فریدريش اېبرت» بنسټ له ۲۰۰۲ م کال راهیسې هر کال په آلمان کې د ښي اړخو د افراطیت په هکله څیړنیز رپوټ خپروي. سږ کال دغه رپوټ د بیلي فلډ پوهنتون پورې اړوندې څيړونکې ډلې برابر کړی دی.

د پخواني ختیځ آلمان په سیمو کې د لویدیځې برخې په پرتله له مهاجرو سره د مخالفت کچه لوړه ده. په ختیځو سیمو کې ۶۳ سلنه، په داسې حال کې چې په لویدیځو سیمو کې ۵۱ سلنه آلمانان د مهاجرو مخالف نظر لري.

دا خبره هم مهمه ده چې په آلمان او اروپا کې د مهاجرت د بحران له پیل څخه مخکې په ۲۰۱۴م کال کې د ترسره شوي سروې له مخې ۴۴ سلنه آلماني اتباعو د مهاجرو او پناه غوښتونکو په هکله منفي نظر درلود.

په ۲۰۱۶م کال په هغه وخت کې چې د مهاجرت کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی وو، د مهاجرو د مخالفت کونکو آلمانانو فیصدي تر ۵۰ سلنې ټيټه وه.

د سږنۍ سروې د رپوټ برابرولو له پاره د ۲۰۱۸ م کال د سپتمبر او ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتو په موده کې د ټول آلمان په کچه د نږدې ۲۰۰۰ آلماني اتباعو نظرونه پوښتل شوي وو.

د بیلي فلډ پوهنتون اړوند د دې رپوټ چمتو کونکی څيړونکی ویلهم بیرګهان، وایي سره له دې چې په سروې کې شامل ډیري پوښتل شوي کسان د لیبرال نظر درلودونکي او دیموکراسي پلوه کسان وو، خو دوی هم د مهاجرو په هکله منفي نظر درلود.

Haider / Janjevic, Darko/ ش. ن/ ن. ص