1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

تر سیلابونو وروسته پر پاکستان باندي د ناروغیو یوه څپه راغلې

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

تر سختو سیلابونو وروسته پاکستان اوس د ډول ډول ناروغیو له یوې څپې سره لاس او ګریوان دی.

https://p.dw.com/p/4H5pu
Pakistan | Flutkatastrophe in Khoski
انځور: Rehan Khan/dpa/picture alliance

 

لکه څنګه چي مسؤلو صحي چارواکو پرون دوشنبه (د سپتمبر ۱۹ مه) خبر ورکړ، د قرن د سختو بارانونو او سیلابونو تر یوه آفت وروسته تر ټولو دمخه له هغه سره ډیر مخامخ ایالت، سند کي ۲،۶ ميلیونه انسانان د مختلفو مریضیو په دلیل تداوي سوي دي، چي په منځ کي یې تقریباً نیم ميلیون کوچنیان هم شامل دي. 

په خبره یې په دغه ایالت کي تراوسه پوري تر ۳۰۰ اضافه کسان د ملاریا، کولرا او دنګي تبي څخه مړه سوي دي. په همدې دلیل جهاني صحي سازمان پرون یکشنبه (د سپتمبر ۱۸ مه) د ناروغیو ډېریدو ته په کتو سره په دغه هیواد کي د یوه بل آفت د رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړ.

د دغه ډول مریضیو د ډیریدو دلیل د نورو تر څنګ د پاکو اوبو او صحي خدماتو نه موجودیت یا کمبود دی چي د سیلابونو په سبب رامنځته سوي دي.