تر دوو میلیونو ډیر افغانان له رواني ناروغیو کړیږي
۱۳۹۶ فروردین ۲۱, دوشنبهپه خپره شوې بیانیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې مشر ریچارد پیپرکورن، له قوله راغلي دي چې دا یوازي یو اټکل دی او اصلي شمیر ښايي تر دې ډیر لوړ وي. په افغانستان کې په رواني ناروغیو باندي د اخته کسانو په اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته.
د نړۍ د روغتيا سازمان وروستي اټکلونه ښيي چې تر یوه میلیونه ډیر افغانان په ژور خپگان یا ډیپریشن او ۱،۲ میلیونه نور بیا په انزایتي يا اضطراب اخته دي.
په افغانستان کې د رواني ډاکټرانو او تراپیستانو شمیر ډیر کم دی. دغه هیواد اوس هم په نړۍ کې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یو له ډیرو وروسته پاتو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.
د افغانستان د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز، ویلي دي چې دې وزارت په وروستیو کلونو کې ۷۰۰ رواني مشاورین او ۱۰۱ رواني ډاکټران روزلي دي. د دوې له ډلې څخه ۳۰۰ یې همدااوس په دولتي روغتیایي ادارو کې په کار بوخت دي.
خو پیپرکورن دغه شمیر کافي نه بولي. هغه ویلي دي: «په افغانستان کې د رواني روغتیا د ملاتړ په موخه لا ډیرې پانګونې ته بیړنۍ اړتیا موجوده ده.»
زموږ له ارشيف څخه: