1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر انتخاباتو وروسته ډیرو ترکانو په جرمني کي پناه ورکړې ده

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

په ترکیه کي تر انتخاباتو وروسته په جرمني کي د ترکي پناه غوښتونکو شمیر په ښکاره ډول سره لوړ سوی دی. یوازي په جولای میاشت کي ۱۱۷۲ ترکانو د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/32jh2
Türkischer Pass
انځور: picture-alliance/dpa/D.Naupold

په دوسلدورف کي نشریدونکي ورځپاڼي «راینشه پوست» نن سه شنبه دغه خبر خپور کړی او لیکلي یې دي، چي دا د همدې عیسوي کال له پیل څخه تر ټولو ډیري عریضې وې. یوه میاشت دمخه د جون په میاشت کي فقط ۸۸۴  او  د کال له شروع څخه بیا مجموعأ  ۵۱۰۷  ترکانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د جرمني په پارلمان کي د چپيانو گوند د فراکسیون مرستیالې، سېویم داغ دِلن د هغه دلیل په ترکیه کي د جون میاشتي د پای انتخابات ښوولي دي. داغ دِلن نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي: « ددې بیره موجوده ده، چي د ترکیې حکومت به اقتصادي بحران ته په کتو سره لا ډیر سرکوبه کونکئ داخلي سیاست تعقیب او د ترکي پناه غوښتونکي تعداد به نور هم لوړ سي.»

د امريکا جمهوررييس دونالد ترمپ تیره اوونئ پر ترکیې باندي بندیزونه وضع کړل، چي په نتیجه کي یې بې له هغه ضعیفه لیره نوره هم راکښته کړه. ددغو تعزیراتو د وضع کیدلو دلیل په ترکیه کي د امریکايي راهب، اندریف برنسن- Andrew Brunson بندي کیدل دي.

د استانبول په هکله یو انځوریز البوم:( 26.03.2018 )