تخار ـ ټاکنيزې غونډې ته نژدې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ ووژل
۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبهد آلمان خبري آژانس د خبر له مخي چاودنه د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۳مه) رامنځ ته سوه. د دغه ولايت د شورا يو غړي ياد آژانس ته ويلي دي چي چاودنه د يوې ټاکنيزي غونډې سره نژدې رامنځ ته سوه. په دې ترڅ کي د لږ تر لږه ۱۲ انسانانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی. بعضي آژانسونو بيا د وژل سوو شمېر لږ تر لږه ۱۴ ښودلی دی.
د ولايتي شورا غړي اعظم افضلي ويلي دي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۶ انسان ژوبل سوي هم دي. د دغه بريد پړه تر اوسه پوري هيڅ وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې. خو د افغان حکومت وسله والې مخالفې ډلې طالبانو تر مخه ويلي ول چي د ۲۰ اکتوبر له پاره د پلان سوو ټاکنو د زابوتاژ کولو پوره هڅه به وکړي.
د ولايتي شورا د استازي افضلي په وينا چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي په ټاکنو کي د کانديدې مېرمنې د وينا اورولو له پاره چمتو والی نيول کيدی. د ولايتي شورا يو بل غړي عبدالمحبوب هم دغه خبره کړې. البته دغه غړي د ۴۰ ژوبل سوو کسانو څخه يادونه کړې ده.
دا دريم بريد دی چي په نژدو ورځو کي تر سره کيږي. د دې څخه تر مخه د سه شنبې په ورځ په سويلي ولايت هلمند کي پر ټاکنيزه غونډي يو ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۸ انسانان وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي ول.