1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: مېرکل صدراعظمه پاته کيږي

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

دا چې د آلمان د يوه ګوند مشري څوک کوي، نړيوالې ټولنې ته په عادي صورت لږ يا هيڅ په زړه پورې نه وي. خو په دغه اوسنۍ ټاکنه کې هر څه بل ډول ول.

https://p.dw.com/p/39i9Q
CDU Bundesparteitag
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

تېرو ورځو کې مشهورو ورځپاڼو لکه «نيو يارک ټايمز» د آلمان د مسيحي دموکرات يا سي ډي يو ګوند د کنګرې په هکله د پخواني ولسمشر، جورج ايچ ډبل يو بوش د ښخولو د مراسمو په نسبت زيات راپورونه ورکړل. نړيوالو تلويزيوني چېنلونو د ژونديو خبرونو يا «برېکينګ نيوز» بڼه خپله کړه کله چې معلومه شوه چې د آلمان د سي ډي يو ګوند مشري به له دې وروسته څوک کوي. د دغې پراخې پاملرنې اصلي علت انګلا مېرکل نوميږي. د آلمان صدراعظمه د ډېرو انسانانو په نظر په ټوله نړۍ کې مهمترينه سياستواله ده. په دغسې نړۍ کې چې د پوتين، ترمپ او اردوغان په څېر مغرور نارينه پکې ځانونه مطرح کوي، هغه د ډېرو له خوا د تعقل او پيرزوينې غږ بلل کيږي او د تعادل يو وروستی سنګر هم ګڼل کيږي په داسې يو وخت کې چې څو پارچګي او په خطرناک ډول ملتپالنه او ناسيوناليزم هم د پياوړي کېدو په حال کې دي. خو په خپل هېواد کې يې يعنې په آلمان کې بيا د مېرکل ځلا يو څه کمرنګه شوې ده. په آيالتي ټاکنو کې يوه ماته په بلې پسې راغله او د ګوند په ليکو کې د منتقدينو آوازونه داسې لوړ وو چې انګلا مېرکل هيڅ بله چاره نه درلوده پرته له دې چې د ګوند مشري بل چا ته ور پرېږدي. د اکتوبر مياشتې په پای کې د هغې په اعلان سره د هغې د ځای د نيولو په سر سيالي پيل شوه. سره له دې چې د صدراعظمۍ دوره يې ايله دوه نيم کاله وروسته پای ته رسيږي، خو څرګنده وه چې هغه به د حکومت مشري نوره ونه شي کولای که ګوند يې د هغې يو له ښکاره مخالفينو څخه د مشر په توګه وټاکي. 
ډېر وروسته د يوه ځورېدلي سړي د غچ هڅه

دغه کار نژدې شوی وو: يوازې د رايې اچونې په دويم پړاو کې او يوازې په ۳۵ رايو توپير سره په داسې حال کې چې په مجموعي توګه ۹۹۹ رايې ورکړل شوې، فريدريش مېرڅ مات شو. دا هغه سړی دی چې مېرکل اته کاله مخکې له سياست څخه شړلی وو او چا چې اوس يو ځل بيا د سباوون تازه هوا بوی کړې وه څو ډېر وروسته هم ورڅخه غچ واخلي. هغو نارينه و ورڅخه ملاتړ کاوه چې مېرکل په خپله اوږده کاري دوره کې ځورولي، مخه يې نيولې او په سياسي لحاظ له منځه وړي ول. د رايې اچونې نتيجه له هغې اوږدې ورځې وروسته چې د انګلا مېرکل له ډېرو احساساتو ډکې يوې وينا سره پيل شوې وه ډېره جوخته وه. په پای کې انه ګرېت کرمپ کارنباور سيالي ګټلې ده. په دغې پرېکړې سره يعنې د انګلا مېرکل د خوښې د کانديدې په انتخابولو سره ګوندي کنګرې دې ته هم رايه ورکړې ده چې صدراعظمه مېرمکل خپله وروستۍ دوره هم تر پايه پورې عملي کړي، که سوسيال دموکرات ګوند چې ائيتلافی ملګری يې دی، البته ورڅخه جلا نه شي.

Ines Pohl Kommentarbild App
د تبصرې ليکونکې او د دويچه ويله مسئوله مديره، اينس پولانځور: DW/P. Böll


آلمان په بهرني سياست کې د ډاډ وړ پاته کيږي

د بهرني سياست په برخه کې آلمان د ډاډ وړ او د اروپا تر ټولو قوي اقتصاد په همدې توګه باثباته پاته کيږي او د حکومت اصلي کړنلارې به تقريبا هيڅ تغيير ونه خوري. په کورني سياست کې به وليدل شي چې آيا کرمپ کارنباور به وکولای شي چې د ګوند روحيه بېرته جوړه کړي، بېلابېل سياسي لوري سره يو ځای او خپل ګوند ته د پرمختګ احساس ورکړي چې يوازې مسيحي دموکرات ګوند نه، بلکې په پای کې ټول آلمان ورته اړتيا لري، د دې له پاره چې د راتلونکي صدراعظمۍ په ټاکنو کې چې تر هغه وخته پورې به د مېرکل دوره ۱۶ کاله دوام کړې وي،ړ هغه د ستړيا او ستومانۍ له کبله ناکامه نه شي. 

Deutschland CDU-Parteitag in Hamburg Kramp-Karrenbauer, Merz und Spahn
انه ګرېت کرمپ کارنباور او د هغې نارينه سيالان، مېرڅ (ښي لوري ته) او شپان (کيڼ لوري ته)انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

اصلي خبره به دا وي چې آيا کرمپ کارنباور به وکولای شي چې له خپلې ملاتړکوونکې او پخوانۍ صدراعظمې څخه ځان بېل کړي، کافي فاصله ورڅخه ونيسي او په نړيواله سطح هم تجربه پيدا کړي څو د صدراعظمۍ له پاره يوه قناعت بخښونکې نومانده وګرځي. دا ټول په راتلونکي پورې مربوط سوالونه دي. خو د اوس وخت له پاره معلومه ده چې سي ډي يو ګوند نه يوازې يوه مېرمن لري چې په راس کې قرار لري، بلکې دوې.

 

يادونه: دغه تبصره اينس پول ليکلې ده چې د دويچه ويله مسئوله مديره ده