1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ممکن د «جي ۲۰» د سرمشریزې پایلې ډیرې خرابې شوې وې

۱۳۹۶ تیر ۱۷, شنبه

د امنیتي وسلوالو ځواکونو تر سیورې لاندې د «جي ۲۰» هیوادونو ګډه ناسته او د ګټو تقابل بل ډول په نظر ښکاري؛ خو ممکن چې وضعیت له دې هم بد شوی وای. دغه تبصره داګمار انګل په همبورګ کې د «جي ۲۰» د سرمشریزې په هکله لیکلې ده.

https://p.dw.com/p/2gDBA
G20 Gipfel in Hamburg | Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: Reuters/A. Schmidt

د «جي ۲۰» په سرمشریزه کې داسې امکان وو چې وضعیت خراب شي. د دې سرمشریزې سره هم مهاله په همبورګ ښار کې د تاوتریخوالي څپې ممکن نورې هم شدیدې شوې وای. تاوتریخوالی، ویجاړي او د چور ابعادو لرونکی داسې لاریون تراوسه په آلمان کې نه وو ترسترګو شوی.

Kommentarbild Kommentatorenfoto Dagmar Engel

خو حالت هغه وخت ممکن ډیر خراب شوی وای چې د «جي ۲۰» په نامه د اروپايي ټولنې جمع د ۱۹ سترو صنعتي او د صنعت په درشل کې هیوادونو غوښتنې د اروپايي ټولنې د غوښتونو سره توپیر درلودی. د دې ناستې جوړښت او څیره داځل داسې وو چې هرڅوک په دې فکر کې وو چې د سرمشریزې وروستۍ اعلامیه به څنګه وي.

په داسې حال کې چې په دې ناسته کې دموکراتان له بې عیبه حاکمانو سره یوځای شوي وو؛ له دوی څخه ځینو یې له فساد سره د مبارزې خبرې کولې په داسې حال کې چې ځینې نور هیوادونه تر ستوني پورې په فساد کې غرق دي. ترمپ هم شتون درلود او د «امریکا لومړي» شعار سره یې په ناسته کې لا ډیرې ستونزې او نانندرۍ را ولاړې کړې وې.

G20 Gipfel in Hamburg | Trump & Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

سرمشریزه پای ته ورسیده

په هر صورت، په داسې شرایطو کې د دې سرمشریزې له پایلو باید راضي اوسو: د «جي ۲۰» سرمشریزې ټولو غړو له پروټیکشنیزم یا د سوداګرۍ د ملاتړي سیاست پروړاندې پر مبارزې توافق وکړ. سربیره پر دې، د دې سرمشریزې په ترڅ کې په دې هم توافق وشو چې هغه کسان چې د غیر منصفانه سوداګرۍ د جریان لرلو احساس کوي، باید خپل ځانونه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا «WTO» له مقرراتو او قوانینو سره همغږی کړي. دا هغه څه وو چې د آلمان صدراعظمې انګلامرکل یې هم تمه درلوده.

کیدای شي دا هم د دې ناستې له پاره بری وګڼل شي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دې ناسته کې ګډون وکړ.

د اقلیم د مسئلې په هکله باید وویل شي چې بری موجود وو. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د چاپیریال د بدلون په هکله د «پاریس له معاهدې» ځان بیرون کړ او په وروستې اعلامیه کې هم دغه څه په رڼا کې د تور داغ په توګه څرګند شو، خو بیا هم د دې سرمشریزې ۱۹ نور غړي هیوادونو او اروپايي ټولنې د اقلیم د بدلون، د ځمکې د ګرمیدو په هکله د هڅو او د پاریس له معاهدې خپل کلک ملاتړ اعلان کړ. دې خبرې هم امکان درلود چې پایلې تر دې هم لا بدې شي.

Deutschland, Hamburg, G 20, Macron und Putin
انځور: Reuters/I. Langsdon

ډیر ښه خو کافي نه دي

په دې ورځو کې ځینو مسئلو ته پام کول کافي نه وو. د ښځو د ظرفیت لوړولو او ځواک ورکوونې په څیر ښو نظریو شتون درلود. له افریقا سره تازه قرارداد او د ډیجیټالي زده کړو مسئلو ته هم په دې سرمشریزه کې ډیر پام ونشو.

د «جي ۲۰» سرمشریزه همدا راز په دې هم بریالی نه شوه ترڅو د نړیوال کیدو پدیدې ته نوې څیره ورکړي. په ټوله کې په نړۍ کې ګڼ شمیر کسان داسې فکر کوي چې نړیوال اقتصاد د ټولو له پاره ښه نه دی بلکې د ګوتو په شمار یو څو کسان له دې پدیدې څخه ګټه پورته کوي. د آلمان صدراعظمې انګلامرکل د دې سرمشریزې په ورستۍ برخه کې وویل چې د مدنې ټولنو اقدامات او سوله ایزو لاریونونو په دې سرمشریزه خپل اغیز درلود. هغه وايي چې دغه څه په سترګو نه ښکاري.

هغه څه چې دې سرمشریزې ونه شوکولای دا دي چې د «جي ۲۰» مشران په دې ونه توانیدل ترڅو خپل ځان داسې یو مقام ته ورسوي چې خلک ورته ځانونه نږدې کړي.

د دې ترڅنګ پر مرکل داسې تورونه هم پورې شوي چې ګواګې د آلمان د پارلماني ملي ټاکنو ترمخه غواړي ځان د یوې نړیوالې بریالۍ لوبغاړې په توګه معرفي کړي.

داگمار انگل / خ. حکیمي

د جي ۲۰ د سرمشریزې پرضد د لاریون انځوریز رپوټ دلته کتلای شئ: