1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: فون دیر لاین، د توفاني وختونو دویم ښه انتخاب

۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبه

تر وروستۍ شیبې پورې روښانه نه وه چې ایا اورزولا فون دیر لاین، به د اروپايي کمیسیون د مشري په توګه وټاکل شي او که نه. د دویچه ویله مسوولي مدیري اینس پول، په اند د هغې ښه وینا او د بدیلونو نه شتون يې د ګومارنۍ لامل شو.

https://p.dw.com/p/3MCGd
Frankreich Wahl zur EU-Kommissionspräsidentin | Ursula von der Leyen | Rede nach Bestätigung
انځور: Reuters/V. Kessler

که څه هم موږ اوس په یوې دیجیتالې نړۍ کې ژوند کوو، خو بیا هم داسې وختونه راځي چې خبرې پکې ډیر لوی نقش لري. دا خبره هغه وخت ثابته شوه چې اورزلا فون دیر لاین، د سه شنبې په ورځ په ستارسبورګ کې اروپايي پارلمان ته وینا وکړه ترڅو د پارلمان غړي قانع کړي چې همدا د دې اروپايي کمیسیون د مشرې په توګه وګوماري. په رسمي توګه په پارلمان کې ویناوې باید ډیر نقش ولري ځکه د پارلمان نوم چې د «پارلر» له کلمې اخیستل شوی په اصل کې د خبرو کولو په معنی ده. خو واقعیت بیا بل ډول دی: ځکه ډیر وخت پارلماني پریکړې آن مخکې له دې چې یو استدلال هم وشي، نیول کیږي.

Ines Pohl Kommentarbild App
اینس پول، د دویچه ویله مدیر مسوولهانځور: DW/P. Böll

خو دا ځل حالات بل ډول وو. اورزولا فون ډیر لاین، په پارلمان کې یا په ډیر اکثریت دغه دنده ګټلی شوای او یا یې په همدې شکل هغه له لاسه ورکولی شوای. له همدې کبله باید هغې د اروپا پر بیمناکه او ځینې وخت حیرانوونکي ستیج باندې پر خپل ځان کنترول ساتلی وای. هغې باید د پارلمان د هغو غړو قناعت حاصل کړی وای چې دې ته یې د شک په سترګه کتل. په عین حال کې یې باید له خپلو متحدینو د ملاتړ غوښتنه کړې وای او د ممانعت کولو په موخه یې باید خپلو مخالفینو ته وړاندیزونه ورکړي وای. هغې باید په حقیقي ډول یوه اروپايي شیبه رامنځ ته کړې وای.

ټولنیز، د چاپیریال او فیمینستي اعتبار

اورزولا فون دیر لاین دا هر څه وکړه او یوازې د نهو رایو په اکثریت سره د اروپايي کمیسیون نوې مشره شوه. دغې کلکې فیمینستې آن د خپلو محافظه کارو متحدینو پر اندیښنو سربیره هم د ټولنیزو او چاپیریال ساتنې سیاستونه په ډاګه کړل او په جرئت سره یې د جنسیتي برابري پر اړتیا ټینګار وکړ. خو د هغې تر ټولو ښه مفکوره دا وه چې خپله وینا یې په درو اروپايي ژبو واوروله.

هغې په فرانسوي ژبه د یوې نوې اروپايي ټولنې د احساس په اړه خبرې وکړې چې پکې وګړي ډیره ونډه لري. هغې د حقایقو او خپلو غوښتنو د بیان له پاره انګلیسي ژبه غوره کړه چې پکې جنسیتي برابري او پر لویو شرکتونو د لوړو مالیاتو وضع کول هم شامل وو. او فون دیر لاین بیا د پارلمان غړو ته په آلماني ژبه په ډیر احساس سره وویل چې په بروکسل کې زیږدلي دغه ښځه، ولې د اروپايي اتحاديې کمیسیون د مشرې له پاره ټر ټولو ښه نومانده ده.

دویم تر ټولو ښه انتخاب

دا کومه پټه خبره نه ده چې فون دیر لاین د دې دندې له پاره د ټولو د خوښې نومانده نه وه. هغه پوهیده چې له دې موضوع سره باید په مهارت او دقت مبارزه وکړي او له همدې کبله باید د ځان په اړه پوره معلومات وړاندې کړي.

هغه په دې کار کې ناکامیدای شوه. خو هغې خپل ضعف په قوت له بدلولو سره ټول حیران کړل. فون دیر لاین هغو کسانو ته پام و نه کړ چې د اروپا ضد دي او دغه سیستم ردوي او په دې ترتیب سره یې د هغوی پارونې ځواب کړې. هغه باید همدا تعهد وساتي او سم طرف انتخاب کړي. که څه هم دا ټول د یوې اروپا د کمیسیون د مشري د یوې ښې دورې تضمین نه وي، خو بیا هم دا یو ښه پیل دی – او د اروپايي پارلمان له پاره چې یو ریښتنی دیموکراتیک انتخاب یې لره، یوه ښه ورځ ده.

خو په دې منځ کې تر ټولو لوی بایلونکي د اروپايي ټولني په پارلمان کې د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند استازي دي. هغوی تر وروستۍ شیبې پورې هم ټینګار کاوه چې سړی باید خپلو اصولو ته وفاداره پاتې شي او ویل یې چې باید یو «مخکښ نوماند» د اروپا د کمیسیون د مشرۍ له پاره ونومول شي.

دا ښايي د هغوی له پاره مهمه نه وه چې د دغو نوماندانو له ډلې څخه یو یې هم نه توانیده چې اکثریت تر لاسه کړي. او دا چې که فون دیر لاین د دې دندې په ترلاسه کولو نه وای توانیدلې نو اروپايي ټولنه به له یوه جدي کړکیچ سره مخامخ شوې وای.

د اروپا پارلمان پریکړه کړې. او یو ځل بیا وښوله چې سیاست د امکاناتو هنر دی.