1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د ټاکنو پایلې حکومت له نامعلوم برخلیک سره مخامخوي

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

په آلمان کې لږ تر لږه اروپا پلوو ګوندونو په ټاکنو کې ډیرې رایې ترلاسه کړې. خو د دویچه ویله مدیر مسووله اینس پول، بیا وایي چې د سوسیال دیموکراتانو ماتې دومره لویه ده چې آن ایتلافي حکومت د ړنګیدو له ګواښ سره مخامخوي.

https://p.dw.com/p/3JA6a
Anstecker der Volksparteien CDU und SPD auf brüchigem Grund
انځور: picture-alliance/dpa

تر ټاکنو مخکې داسې ویره موجوده وه چې ښي اړخي عوامپاله ګوندونه، چې د اروپايي ټولنې ضد هم دي، به د اروپا پارلمان ته لار وموندي. لږ تر لږه په آلمان، اتریش او هالند کې دغه څه و نه شول.

Ines Pohl Kommentarbild App
د دویچه ویله مدیر مسووله، اینس پولانځور: DW/P. Böll

د ناسيونالستانو او اروپا پلوو تر منځ توپیر په روښانه توګه ډیر خلک وهڅول چې له خپلو کورونو څخه راووځي او رایې وکاروي. د اروپايي ټولنې ډیرو غړو هیوادونو ویلي دي چې په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه تر پخوا لوړه وه. بله مهمه خبره دا ده چې د تیرو کلونو په پرتله په روان کال کې ډیرو تر ۳۰ کلونو کم عمر لرونکو رای ورکوونکو هم خپلې رایې ورکړي دي. دا ښيي چې خلک اوس د اروپا له موضوع او دې پوښتنې سره چې موږ څرنګه یو له بل سره ګډ ژوند کوو، لیوالتیا لري.

د دغو کم عمر لروونکو رای ورکوونکو په منځ کې واضح ګټونکی ګوند «زرغون» دی. دغه ګوند وتوانید چې د راتلونکې کلیدي موضوع - چاپیریال ساتنه - په خپل اصلي شعار بدله کړي.

د آلمان سوسیال دیموکراتانو له پاره ډیره خرابه پایله

خو د آلمان د سوسیال دیموکراتانو له پاره د تیرې یکشنبې ورځې د ټاکنو پایلې ډیرې خرابې وې. د آلمان تر ټولو پخواني دیموکراتیک ګوند په اروپايي ټاکنو کې تر ۱۶ سنله کمې رایې وګتلې.

پر دې سربیره، د یکشنبې په ورځ په بریمن کې هم ځایي ټاکنې وشوي. دغه ایالت له ۷۳ کلونو راهیسې د سوسیال دیموکراتانو له خوا اداره کیده خو د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې د مسیحي دیموکرات اتحاد یو نوماند ګټونکی شو او په دې ایالت کې یې د سوسیال دیموکراتانو تر اووه لسیزو ډیر حاکمیت ته د پای ټکې کیښود.

د اروپايي پارلمان او بریمن ایالت په ټاکنو کې د سوسیال دیموکراتانو دغه ماتې به له عواقبو پرته نه وي. دا روښانه ده چې دغه ګوند اوس په ډیر خراب حالت کې دی او د دې له پاره چې یوه راتلونکې ولري نو باید هر څه له سره تنظیم کړي.

په آلمان کې تر وخت مخکې ټاکنو امکان

په راتلونکو ورځو کې به په بروکسل کې پر دې بحثونه روان وي چې کوم ګوندونه د اروپايي ټولنې کوم کلیدي بستونه اشغال کړي. خو په آلمان کې به پر نورو بنسټیزو موضوعګانو باندې هم بحثونه روان وشي. اصلي پوښتنه به دا وي: دغه حکومتي ایتلاف تر څومره نورې مودې له پاره غواړي خپل کار، د ځان او ټول هیواد زورونې ته دوام ورکړي؟

تر ټاکنو وروسته د دې امکان هم شته چې تر ۱۴ کلونو وروسته د میرکل دوران د هغې د حکومت د ایتلافي ملګري یعني سوسیال دیموکرات ګوند له خوا، پای ته ورسیږي او په آلمان کې د همدې کال په وروستیو میاشتو کې مخکې له وخته ټاکنې وشي. په دې ټاکنو کې به ډیر څه نامعلومه وي، خو یوه خبره چې به روښانه وې، د صدراعظمۍ له پاره د انګلا میرکل نه کاندیدل دي.