1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د مجرم هويت په آلمان کي څومره مهم وي؟

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

يوه ايريتريايي په فرانکفورت کي يو ماشوم د راروان اورګاډي پټلۍ ته ورټېله کړ او هلک ووژل سو. د دويچه ويله مدير مسولي اينس پوهل د مجرمانو د هويت پر اهميت دغه تبصره ليکلې ده:

https://p.dw.com/p/3N0Z6
Schild Frankfurt am Main Hbf
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Moxter

په آلمان کي دا يوه دردوونکې پېښه وه: د فرانکفورت ام ماين د اورګاډو په تمځای کي چي د هيواد يو له تر ټولو لويو سټېشنونو څخه دی، يو اته کلن ماشوم او د هغه مور د راتلونکې تېزرفتار اورګاډي مخي ته ور ټېل وهل سول. ماشوم ووژل سو، مور يې د ځان په ژغورلو بريالۍ سوه. تورن عامل کوښښ وکړ چي وتښتي خو عيني شاهدانو ودراوه او پوليسو ونيو. څو ساعته وروسته د پوليسو وياندي وويل چي تورن ۴۰ کلن کس د دمګړي معلوماتو له مخي له قربانيانو سره هيڅ اړيکي نه لرلې. هغې زياته کړه چي دغه کس له ايريتريا هيواد څخه دی.

بې طرفه ژورناليستان دا اخلاقي ژمنتیا لري چي معلومات هغسي خپاره کړي، لکه څنګه چي دي. که څه هم دا خبره ډیره روښانه ده، خو موږ په یوه داسې وخت کي ژوند کوو چي د رسنیو له خوا خپریدونکي او یا هم نه خپریدونکي معلومات د ټولنيزو بحثونو څرنګوالی تعینوي. له همدې کبله آلماني رسنۍ باید اخلاقي دستور العملونه په پام کې ونیسي. پر دې سربیره د دې هیواد رسنۍ د مطبوعاتو منل شویو اصولو ته ژمن دي.

پرځای دلچسپي

په یادو اصولو کي دا هم ټاکل سوې چي کله بايد له تاوتريخوالي ډک جرم پر وخت د عامل کس هويت څرګند سي: دغه معلومات هغه وخت خپریدای سي چې له جرم سره تړلي وي او یا هم خلک ورسره مشروع دلچسپي ولري. پر دې سربیره د دغو اصولو له مخي د يوه ځانګړي قومي، ديني يا نورو لږکيو سره د تړاو په هکله د دغه کس هويت بايد په داسي توګه څرګند نه کړل سي چي له کبله يې فردي ناسم چلن د اړونده ټولې ډلې د تبعيض سبب سي.

Ines Pohl Kommentarbild App
د آلمان ږغ مسؤل مديره اينس پوهلانځور: DW/P. Böll

په دې ترتیب نو دغه اصول څرنګه په داسې مورد کي چي شکمن کس د ایریتریا وي، عملي کیدای سي؟ او ایا دویچه ویله باید دا موضوع خپره کړي؟

د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي صدراعظمي انګلا مېرکل پريکړه وکړه چي د راتلونکو مهاجرو په وړاندي به د آلمان پولې نه تړل کيږي. هغه وخت له دغو مهاجرو څخه اکثريت يې د سوريې له جګړې څخه په تېښته کي ول. له هغه وخت راهيسي آلمان بدل سوی دی. د بدلون دقيق اړخ دا دی چي آلمان له هغه راهيسي تر يو ميليون زياتو مهاجرو ته ځای ورکړی چي بايد مراقبت يې وسي او مدغم سي. غېر دقيق اړخ يې دا چي په آلمانيانو کي په لوړه اندازه نه ډاډمنتيا موجوده ده او بيريږي. له دې کبله هر هغه جنايت او د قانون تر پښو لاندي کېدنه چي د يوه مهاجر له خوا تر سره سي، د ځينو کسانو له خوا د دې له پاره د يو ثبوت په توګه وړاندي کيږي چي ګواکي د دغه هيواد بنسټونه د «پرديانو» له خوا له ګواښ سره مخامخ دي. له بل اړخه بيا هغه کسان هم سته چي غواړي نور آرام کړي او هڅه کوي چي د هغو مهاجرو چي په جزوي توګه پکښي تراوما لرونکي کسان هم موجود دي، د هغوی د بهتره مراقبت او ورته لارو په ښودلو سره د ګډ ژوند کولو امکانات روښانه کړي. دا کلتوري بېلابېل والي او د تراوما د شتون باوجوده.

له بل اړخه بيا هغه سياسي کسان هم سته چي له يادي بيري څخه د ځان له پاره ګټه پورته کول غواړي او هيڅ هغه چانس نه پرېږدي چي پکښي د دوی د منزوي کېدنې د سیاست ملاتړ پکښي زياتېږي.

آلماني رسنۍ څه وخت بايد (د جرم يا جنايت) د يو عامل هويت روښانه کړي؟ په اصولو کي ياده سوې «د ټولني مشروع دلچسپي» څه وخت موجوده وي؟

آلمان له خپل ځان سره په زور ازموينه کي

آلمان دمګړی له خپل ځان سره په زور ازموينه اخته دی. دغه هيواد پر دې زور ازمويي چي څنګه له ناامني سره چلن وکړي او له بل اړخه د دې هیواد هویت د یوه هوسا هیواد په توګه وساتي. پر دې هم زور ازموينه کوي چي څنګه د تيرو لسيزو لاسته راوړونو لکه د مېرمنو او نارينه ؤ تر منځ مساوات وساتل سي.

موږ باید د بیطرفه او پر حقیقت ولاړ رپوټ ورکونې له لاري د دې موضوع پالنه وکړو: موږ بايد د بېل نظر لرونکو دلايلو ته ځای ورکړو، کوښښ بايد وکړو چي تشريح يې کړو چي کوم مقاصد تعقيب کيږي، انسانانو ته څه شی مهم دی، انسانان له څه شي څخه بيره لري، انسانان د څه شي له پاره مبارزې کوي، او په دې هکله بايد راپور ورکړو چي بېل سياسي ګوندونه څنګه کوښښ کوي چي له دې څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

په فرانکفورت کي د اته کلن هلک وژل کېدنه به په آلمان کي بحثونه لا توند کړي. ځيني رسنۍ به توکمي موضوعاتو ته لمن ووهي، ولي چي دا ډول شيان توجه او ګټه په لاس راوړي. خو دا د کرکي وړ کار دی او د عامه دلچسپۍ له هغه اړخه سره تړاو نه لري چي د «رسنيو اصول» يې يادوي. خو بيا هم دغه دی دغه بحث سته او هغه دا چي د فرانکفورت په پېښه کي ښکېل کس د ايريتريا دی او د هغه دغه هويت د بشپړه حقيقت برخه ده چي موږ دغه بشپړه حقيقت ته ژمن يو.

خو په اصل کې، دغه حقیقت پام له اصلي فاجعې څخه بل لورې ته اړوي، چي هغه د دې هلک برخه لیک، د هغه د کورنۍ غم خوري ده چې موږ ورته ډیر خواشيني یو.