1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

تبصره: د اوزیل غوسه پر ځای ده، اوس دې نو ګریندال ځواب ووایي

۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبه

له اردوغان سره د اوزیل انځور اخیستل ښايي ښه کار نه وو. خو د دویچه ویله د مت پیرسن په اند د هغه پر ضد غبرګونونه، او د نړیوال جام د ناکامي له پاره د اوزیل ګرم ګڼل، ضعیفه مدیریت او له بهرنیو څخه اندیښمنوونکی کرکه ښيي.

https://p.dw.com/p/31wP3
Fußball WM 2018 - Mesut Özil
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

تر ۹۲ ملي سیالیو، نهه کاله لوبو او د نړیوال جام تر یوې قهرماني وروسته، د آلمان په ملي لوبډله کې د مسوت اوزیل سفر له د تویتر له لارې د یو شمیر پیغامونو له خپرولو سره پای ته ورسید. دغه ۲۹ کلن لوبغاړی د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۳مه) وویل چې هغه به تر هغه وخته پورې چې په خپل وړاندې «د توکمپالنې او بې احترامي احساس ولري» هیڅکله هم د آلمان د ملي لوبډلې له پاره لوبه و نه کړي.

اوزیل د یکشنبې په ورځ د تویتر له لارې په یو شمیر له غوسې ډکو خو متمرکزو پیغامونو کې له هغه سره د آلماني رسنیو، د آلمان د فوټبال د ادارې او فوتبال د مینوالو د چلن په هکله شکایت وکړ. پر اوزیل باندې تر هغه وروسته نیوکې وشوې په نړیوال جام کې د آلمان تر سختو ماتو مخکې، ده او د آلمان د ملي لوبډلې بل لوبغاړي ایلکې ګوندوګان، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره انځورونه واخیستل.

د آلمان د فوټبال د ادارې مشر راینهارد ګریندال، د اوزیل د تویتونو لومړی ښکار وو. پر تویتر باندې د اوزیل په یوې بیانیې کې راغلي دي چې دی به نوره اجازه ورکړي نه کړي چې ګریندال له ده څخه په خپل کار کې د پاتې راتلو او ناسم مدیریت د پلمې په توګه کار اخلي.

هغه پوښتنې چې د آلمان د فوټبال ادارې مشر یې باید ځواب کړي

تر دې مخکې اوزیل پر رسنیو هم نیوکې کړې وې. هغه لیکلي وو چې دا نه شي منلی چې د آلمان رسنۍ په تکراري ډول دوو هیوادونو پورې زمان تړاو او یو ساده انځور په نړیوال جام کې د خرابو لوبو له پاره د ټولې لوبډلې پر ځای ګرم بولي.

د هغه غوسه د توجیه وړ ده. په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې اوزیل د ګریندال د غوښتنې پر اساس له اردوغان سره د خپل انځور په اړه خبرې وکړې، اوس نو د آلمان د فوټبال د ادارې د مشر وار دی چې د خپلو کړو وړو په اړه یو څه توضیحات ورکړي.

د آلمان د فوټبال د ادارې مشر په لومړي سر د دې هیواد د ملي لوبډلې د روزونکي د پریکړې ملاتړ وکړ چې له مخې یې اوزیل په ملي لوبډله کې شامل شو، خو بیا وروسته یې پریکړه وکړه چې اوزیل باید د خپلو کړو وړو په اړه توضیحات ورکړي. دا اقدام په داسې حال کې وشو چې د آلمان د فوټبال ادارې د داسې یوه کس په لټه کې وه چې د په نړیوال جام کې د دې هیواد د خرابو لوبو له پاره یې ګرم وبلي.

Kommentarbild Matt Pearson
د آلمان ږغ مبصر، مت پیرسن

د آلمان د فوټبال د ادارې مشر راینهارد ګریندال، د روانې میاشتې په سر کې له یوې مجلې سره په مرکه کې وویل: «ډیر مینوال زړه ماتې دي ځکه هغوی [اوزیل ته] پوښتنې لري او د هغوی ځواب غواړي.» هغه زیاته کړه: «دا زما له ډیره روښانه ده چې کله هغه له رخصتیو ستنیږي، نو د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره دې خپل نظرونه [له خلکو سره] شریک کړي.»

ښاغلي راینهارد، اوس هغه راستون شوی او خپل نظرونه یې شریک کړي. او له تا څخه یې هم د ځینو موضوعاتو په اړه د لا ډیرو تشریحاتو غوښتنه کړې. په دې کې په ۲۰۰۴ کال کې د یوه سیاستوال په اړه ستاسو هغه څرګندونې هم شاملې دي چې ویلي مو وو چې څوفرهنګوالی «یو داستان او د ژوند دروغ دی». که راینهارد اوس هم په دې نظر وي نو دی باید داسې یوه دنده چې په کې د ډیرو فرهنګونو خاوندان ښکیل دي، مسوولیت و نه لري.

حالات باید دومره خراب شوي نه وای. په دې کې ډیر کم شک موجود دی چې له داسې یوه رهبر سره د اوزیل انځور اخیستل چې د بیا آزادي یې له ستونزې سره مخامخ کړې او د واک د ساتلو له پاره یې خپل سیاسي مخالفینو ځپلي دي، د پوښتنې وړ یو اقدام وو. دا روښانه ده چې د انځور اخیستل د مرستې راټولو له پاره د یوې غونډې برخه وه، خو اوزیل او ایلکې ګوندوګان، کولای شوای چې پرته له انځور اخیستلو څخه هم خپل مسوولیتونه ادأ کړي وای.

خو دا هر څه هغه زهرجن غبرګونونه نه شي توجیه کولای چې په پای کې یوازې د انځور پر وړاندې شوي وو. د آلمان له پاره بدیل ګوند څرګندونې بیا په ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړای شوي.

غبرګونونه ډیر ژر زهرجن شول

اوزیل دا هم ویلي دي چې څرنګه یوه سیاستوال او د فوټبال مینوالو هغه ته سپکې سپورې ویلي دي. د دې موضوع په پام کې نیولوسره ایا دا د درکولو وړ خبره نه ده چې اوزیل نور نه غواړي د داسې یوه هیواد له پاره لوبه وکړي چې په واک کې کسان او همداراز هغه خلک چې په اصل کې باید د هغه ملاتړ وکړي، دغه ورزشکار خپل برابر نه بولي؟

اوزیل هم کولای شول چې دغه وضعیت تر دې ښه مدیریت کړي خو هغه د فوټبال لوبغاړی دی، نه دیپلومات. ښايي د آلمان د فوټبال اداره د رسنیو نیوکې ښې ځواب کړای شي. په داسې حال کې چې دغه اداره د ښایستګی له پاره شهرت نه لري، نو سړی نه شي کولای چې دې نتیجې ته و نه رسیږي چې د اوزیل په خبره د ترکي اصلیت لرونکی یو مسلمان لوبغاړی د نورو لوبغاړو په پرتله له سختو نیوکو سره مخامخیږي.

د بیلګې په توګه د آلمان د لوبډلې پخوانی لوبغاړی لوتار متیوس، چې اوس د آلمان د فوټبال د ادارې یو استازی دی، په همدې نزدې وختونو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، سره د لاس ورکولو پر مهال انځور اخیستی وو. په دې مورد کې ډیرې کمې نیوکې وشوې.

د په واک کې کسانو او همداراز د په اصطلاح مینوالو غبرګونونه د آلمان په ټولنه او فوټبال کې د یوې فاسدې او له بهرنیو څخه د کرکې لرونکي زمینې شتون رابرسیره کوي. د اوزیل له پاره د بیا راتلو هیله نه شته خو داسې امیدواري موجوده ده چې هغه به ګریندیل هم له ځان سره یوسي. دا یوازینی مثبته پایله ده چې له دې منفي وضعیت څخه ترلاسه کیدای شي.