1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د آلمان سیاسي شوک

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

ښايي هیچا هم دا تصور نه وای کړی چې د آلمان د ایتلافي حکومت د جوړښت پر سر خبري به ناکامه شي. اوس نو هر څه ممکن دي: د یوه نه اکثریت لرونکي حکومت له جوړیدو نیولې تر نوو ټاکنو پوري. اینس پول دغه وضعیت د میرکل په زیان بولي.

https://p.dw.com/p/2nuz2
Deutschland Sondierungsgespräche in Berlin | Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

بریکزیت، ترمپ او اوس هم دا. د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، و نه توانیده چې یو حکومت جوړ کړي. اوس نو په آلمان کې چې له اقتصادي اړخه باثباته او موافق دی، د اروپا زړه او د اروپايي ټولنې ماشین دی، دا په بشپړه توګه نامعلومه ده چې حکومت به له دې ځایه کوم لوري ته ځي.

د یکشنبې تر پای ته رسیدو لږ مخکې، ماښام ناوخته د آزاد دیموکرات ګوند مشر کریستيان لیندنر، اعلان وکړ چې د پارلماني ایتلاف پر سر خبري اتري ناکامه شوي دي. هغه وویل: «د دې پر ځای چې سړی ناسمه حکومداري وکړي، ښه ده چې هیڅ حکومتداري و نه کړي.»

د لیندنر څرګندونې د یوه ایتلافي حکومت جوړولو په موخه تر څو اوونۍ سختو خبرو اترو کیږي، داسې یو ایتلاف چې له پیل څخه داسې یوه واده ته ورته وو چې سړی یې د راحت له پاره کوي، نه د میني له پاره.

په پای کې دغه خبري اترې تر حد ډیري پر جزئیاتو باندي متمرکزي شوې. هیچا هم یو ځل له دې چانس څخه استفاده ونه کړه چې هغه اضافه شوي ارزښتونه برجسته کړي چې په خبرو اترو کې د ښکیلو اړخو د ایدیالوژیکو توپیرونو له کبله مطرح شوي ول.

د دويچه ويله د خپرونو مسئوله اينس پول
انځور: DW/P. Böll

ښی اړخه «د آلمان له پاره بدیل ګوند» د آلمان په پارلمان کې

د آلمان له پاره بدیل ښی اړخه ګوند په اول ځل د آلمان پارلمان یا بوندستاګ ته رسیدلی دی. له دې سره نو د آلمان له پاره راتلونکي ایتلافونه ګډوډ شوي دي.

اوس نو د آلمان په پارلمان کې چې اووه ګوندونه پکښې حضور لري، ساده حل لاري شتون نه لري. کله چې تر ټاکنو وروسته سوسیال دیموکراتانو په یوه لوی ایتلاف کې له برخه اخیستلو څخه ډډه وکړه، میرکل اړه شوه چې د صدراعظمې په توګه په خپل ۱۲ کلن سیاسي عمر کي، په اول وار په داسې خبرو اترو کې برخه واخلي چې هغې پکښې په ریښتنې توګه له واک څه کار نه شوای اخیستلای.

میرکل د سپتمبر میاشتې په ټاکنو کې د خپل ګوند د ضعیفه کارکردګۍ له کبله په یوه کمزوري موقف کې وه او له همدې کبله په خبرو اترو کې د هغې نقش یوازي د یوه ميځگړي وو -  په کوم کې چې دا ناکامه شوه. آزاد دیموکراتانو د میرکل مخه ونیوله چې یو نوی روایت وموندي او د یوه نوي ایتلافي حکومت له پاره یوه مهمه مفکوره رامنځ ته کړي. دا به یو داسې ایتلاف وای چې له پخوانیو آزمویل شويو لارو چارو به اوښتی وای او پر ځای به یې له اوسنۍ سیاسي فضا د تنظیمولو له پاره نوې او زړورې مفکوري کارولی وای.

د میرکل د مهاجرو سیاست، د خبرو اترو په مزکز کې

دا خبره روښانه وه چې د مهاجرت ناورین به د ایتلافي حکومت پر سر د خبرو اترو په مرکز کې وي. د مهاجرت په برخه کې د میرکل آزاد سیاست د آلمان له پاره بدیل ګوند ته د پیاوړي کیدو زمینه برابره کړې ده. کیدای شي چې همدا سیاست د ایتلافي حکومت پر سر د خبرو اترو د ناکامۍ سبب شوی وي.

دا په دې معنی ده چې وویل شي چې له هغو خلکو سره مرسته چې ورته یې سخته اړتیا لرله ناسم کار وو. خو دا خبره هم سمه ده چې دا لا تر اوسه ممکنه نه ده چې د دې مخه ونیول شي چې له نورو سره دغه مرسته، د ځان له پاره په یوه ګواښ بدلي نه شي.

د خبرو اترو ناکامي دا هم ښيي چې آلمان هم د خپلو څلور لارو پر وړاندې ولاړ دی. اقتصادي بریا د داسې یوې راتلونکې په اړه د خلکو هغه ویره نه کموي چې پکښې مهاجر د نړیوالي شوي نړۍ له خوا د رامنځ ته شویو نامعلومو حالاتو په سمبول بدلیږي.

آلمان به یوازینی هیواد نه وي چې د دوشنبې په ورځ به له یوه شوک سره مخامخیږي. ټوله اروپا به هم له دې شوک سره مخامخ شي. اوس نو موږ له څو نامعلومو اوونیو او آن میاشتو سره مخامخیږو.