1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: اسیا ترمپ ته نه، بلکي امریکا ته اړتیا لري

۱۳۹۶ دی ۴, دوشنبه

د اسیایي هیوادونو له نظره ۲۰۱۷م کال په واضیح ډول د نړۍ د اصلي ځواک په توګه د امریکا د کمزوره کیدو کال دی. له دویچه ویله څخه الکسندر فرویند، په دې نظر دی چې په دې کال کې چین هم د نظر د ابرځواک کیدو پر لور حرکت کړی.

https://p.dw.com/p/2pv9f
Philippinen Asean Gipfel Trump und Duterte
انځور: picture-alliance/dpa/A. Harnik

ښاغلی ترمپ، که څه هم ښايي تاسو بل ډول فکر وکړئ، خو په خواشینۍ سره چې د شمالي کوریا په اړه ستاسو پر ډیرو تویتونو او اسیا ته پر یوه اوږده سفر سربیره هم تاسو په ۲۰۱۷م کال کې په اسیا کې تر ټولو مهم شخصیت نه واست.

په دې کې شک نه شته چې تاسو په دې سیمه کې د رسنیو پام ځان ته اړولی دی، خو د دې کار پایله د اسیا او امریکا متحدو ایالاتو د اړیکو د پراخیدو او ژوریدو په معنی نه وه.

Freund Alexander Kommentarbild App
د دویچه ویله د اسیا د څانګې مشر، الکسندر فرویند

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توګه ستاسو د کار لومړي کال اسیا ته یوازې بې ثباتي او یو نامعلومه حالت راوړی دی. هر څه له هغه فرمانه پیل شول چې په ترڅ کې یې تاسو امریکا ته د ځينو اسلامي هیوادونو د وګړو پر سفر باندي بندیز ولګاوه. تر دې وروسته د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پیژندنې په اړه ستاسو پریکړي هم حالات خراب کړ. له دې تدابیرو ستاسو هدف د امریکا متحدو ایالاتو خونديتوب وو، خو تاسو یوازې په دې کار توانیدلي یاست چې د اسیا په گډون په ټوله نړۍ کې مسلمانان خپل خلاف کړئ.

دا خبره ګنګه ده چې ولې د سفر د بندیز په اړه ستاسو په فرمان کې د ایران نوم شامل دی، خو د پاکستان او سعودي عربستان، چې افراطي ترهګري ترویجوي او یا یې لږ تر لږه زغمي، نومونه پکښې نه دي راغلي.

تاسو همداراز د پاکستان او په ځانګړې توګه افغانستان په اړه هم یوه د قناعت وړ ستراتیژي نه ده رامنځ ته کړي. د ټاکنیزو سیالیو پر مهال تاسو ویلي ول چې د ولسمشر کیدو په صورت کې به له افغانستان څخه ژر تر ژره امریکایي ځواکونه وباسئ. خو اوس تاسو په افغانستان کې خپل ځواکونه ډیروئ. تاسو د افغانستان د وضعیت د سمون له پاره نه یوه ستراتیژي او نه هم یو لیدلوری لرئ.

ستاسو اداره همداراز نه ياست توانیدلي چې د روهینګیا د کړکیچ په برخه کې، چې په پایله کې یې د بې وسه خلکو پر ضد لوی ظلمونه کیږي او په سونو زره قربانیان بې ځایه شوي دي، کوم ابتکار وکړي. په دې سیمه کې د پراخ تاوتریخوالي پر رپوټونو سربیره هم سپینه ماڼۍ چوپه پاته ده. آن کاتولیک پاپ تر تاسو ډیره خواخوږې وښوده او د یوه بل دین د خلکو د وینې د تویدو د دریدو غوښتنه یې وکړه.

د توغندیو پر ضد تویتونه

تاسو همداراز د شمالي کوریا د مشر کیم جون اون، د رژیم  د دوامدارو پارونو د له منځه وړلو له پاره هم، له تویتونو پرته کومه ستراتیژي نه لرئ. پر دې منزوي شوي هیواد باندې لږیدلي سخت نړیوال تحریمونه په دې نه دي توانیدلي چې د شمالي کوریا غلیمانه چلن ته د پای ټکی کیږدي. په عین حال کې چین او روسیې هم په دې برخه کې په زړه نا زړه ډول ستاسو د هڅو ملاتړ کړی دی.

ستاسو په ګواښونو سربیره هم، کیم جون اون خپل هیواد د ځواک موقف ته راوستی دی. داسې یو موقف چې اوس نو له مستقیمو خبرو اترو پرته بل کوم بدیل نه شته. د شخړو د حل له پاره ایتلافونو ته اړتیا شته، نه سمبولیکو اشارو ته. تاسو د دغو ایتلافونو په رامنځ ته کولو کې پاته راغلي یاست.

د کوریا په ټاپووزمه کې نامعلومه حالت، د جاپان محافظه کاره لومړي وزیر شینزو ابه، ته د دې پلمه ورکړه چې په خپل سوله پلوه اساسي قانون کې لاسوهنه وکړي. داسې هم ښکاري چې د جاپان او امریکا متحدو ایالاتو په سوداګري کې تفاوت هم اوس له پامه لویدلی وي، ځکه ابې له تاسو سره د ګالف په میدان کې دیپلوماسي وکړه.

شکمنې دوستۍ

داسې ښکاري چې تاسو یو لړ شکمنې سیاسي دوستۍ رامنځ ته کړي دي، کله ستاسو او د فلیپین د ولسمشر دوستي، چې پخپله ځان یو وژونکی بولي او د مخدرو توکو پر ضد یې یوه خونړۍ جګړه پیل کړې ده چې په پایله کې یې په دې هیواد کې په زرونو کسان وژل شوي دي.

نړۍ دا هم ولیده چې ستاسو «ریښتنې دوست» د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، څرنګه ستاسو ستاینه وکړه. هغه هم ستاسو په اندازه په تویتر کې کاروونکي لري. خو  تاسو نه یې توانیدلي چې د هندوستان او امریکا متحدو ایالاتو سوداګریزي ستونزي حل کړئ. مګر تاسو لږ تر لږه نوې ډهلي د اعتماد وړ متحده په توګه یاد کړی دی، په ځانګړې توګه د اسلامپاله ترهګرې پر ضد.

په عین حال کې تاسو دا خبره له پامه غورځولې ده چې ستاسو «ریښتنی ملګری» نریندرا مودي، او ملاتړي یې په هندوستان کې «هندو نشنلیزم» ته د لمن وهلو مسئول دي.

پیل د باښې، خو پای د هیلۍ

 خو تر ټولو په زړه پورې موضوع د چین پر وړاندي ستاسو د موقف په اړه ده. د ټاکنیزو سیالیو پر مهال تاسو پر چین باندې سختې نیوکې وکړې او ژمنه مو وکړه چې د ولسمشر کیدو په صورت کې به د چین د غیر منصفانه سوداګریزو کړو وړو مخه ونیسئ، له بیچینګ سره به د واشنګټن سوداګریز توپیر کم کړئ، د چین د پیسو د ارزښت د ټیټولو سیاست ته به د پای ټکی کیږدئ، مجازاتي مالیات به رامنځ ته کړئ او د اړتیا په صورت کې به د چین محصولات بایکاټ کړئ.

خو چین ته ستاسو د سفر پر مهال، تاسو د تل په شان تسلیم شوئ او ستاسو آرامه نیوکې هم له پامه وغورځول شوې. تاسو یوازې وتوانیدلئ چې د دواړو هیوادونو د روښانه راتلونکې ستاینه وکړې او یو څو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړئ. دا ځکه د حیرانتیا خبره نه وه چې تاسو د نړۍ له تر ټولو پیاوړي کس، د چین له ولسمشر شي جین پینګ، سره مخامخ وئ.

د روان کال په اکتوبر میاشت کې د کمیونست ګوند په کنگره کې د دوم ځل له پاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، شي توانیدلی دی چې په خپل هیواد کې غیر محدود سیاسي قدرت پیدا کړي. له خپل «کمربند او واټ طرحې» سره شي توانیدلی دی چې داسې یو لیدلوری وړاندې کړی چې پکښې یې د خپل هیواد او ډیرو نورو اسیاسي هیوادونو ګټې پرتې دي. له همدې کبله شي غواړي چې د بیجینک قبضه لا پسې پیاوړې کړي، او په راتلونکو لسیزو کې خپل هیواد په اسیا کې په داسې یوه ځواک باندې بدل کړي چې سیال و نه لري. چین د اوږدې مودې له پاره پلان جوړوي، خو داسې ښکاري چې تاسو یوازې د خپل د تویتر د چارو پر تنظیم بسیا یاست.

د چین یو ګوندي حکومتي سیستم، د حکومت له خوا پر مخ بیونکی کپیتالیزم او بشپړ کنترول په هیڅ صورت د خوښې وړ نه دی. خو چین بیا لږ تر لږه د امریکا متحدو ایالاتو پر خلاف ثابته کړې ده چې د اعتماد وړ متحد دی.

د مشري پر ځای نامعلومه وضعیت

د اسیایي هیوادونو له نظره ۲۰۱۷م کال په واضیح ډول د نړۍ د اصلي ځواک په توګه د امریکا د کمزورۍ کال دی. له دویچه ویله څخه الکسندر فرویند، په دې نظر دی چې په دې کال کې چین هم د نظر د ابرځواک کیدو پر لور حرکت کړی.

تاسو له خپلو خرابو سیاستونو سره خپل اعتماد او په مثبته توګه د جیوپالیتک پیښو د سمون له پاره بې شماره فرصتونه له لاسه ورکړي دي. له همدې کبله ښاغلی ترمپ، ۲۰۱۷ کال نه ستاسو او نه هم د اسیا له پاره یو ښه کال وو.