1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

تایلنډ: د ماشومانو پر روزنتون برید کې ۳۰ کسان وژل شوي

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د تایلنډ د پولیسو په وینا د دغه هیواد په شمال ختیځ کې د ماشومانو د ساتنې پر یوه مرکز باندې یوه وسله وال برید کې ۳۰ کسان وژل شوي دي. برید کوونکي هم خپل ځان وژلی دی.

https://p.dw.com/p/4HpLl
29.05.2007 im Focus himmelswiese 4
انځور: DW-TV

پولیسو په خپله اعلامېه کې ویلي دي چې د قربانیانو په ډله کې ماشومان او لویان شامل دي او دا یې هم ویلي دي چې برید کوونکی یو پخوانی پولیس افسر وو. زیاته شوې ده چې په دغه پېښه کې د برید کوونکي د کورنۍ غړي هم وژل شوي دي.
د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې برید کوونکي د ماسپښين دمخه د نونګ بوا لامفو، کې دغه برید ترسره کړی دی. زیاته شوې ده چې تر دې وروسته برید کوونکي خپل ځان هم وژلی دی. د تایلنډ د رسنیو د رپوټونو له مخې برید کوونکي په دغه حمله کې چړه هم کارولې ده. په تایلنډ کې دغه ډول پېښې ډیرې کمې دي.