تاجيکستان ته د عبدالله سفر د سولي پروسې يوه برخه ده؟
۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبهد افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله نن دوشنبې ( د ۲۰۲۰م کال د دسمبر ۲۱مه) د یوه جګپوړي پلاوي په مشرتوب تاجیکستان ته تللی. عبدالله پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې تراوسه یې د هغه هيواد د پارلمان له مشر او لومړي وزیر سره کتلي دي.
عبدالله زیاته کړې: «د تاجیکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده ویلي چې د تاجیکستان جمهوریت په افغانستان کې د سولې له هلوځلو ملاتړ کوي او د افغانستان سوله او ټیکاؤ د تاجيکستان او سیمې سوله او ټیکاؤ بولي.»
د تاجیکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې روانې هلې ځلې باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت سبب وګرځي. عبدالله عبدالله د تاجکستان په رسمي بلنه هغه هيواد ته تللی، چې نوموړي ترې مننه کړې.
عبدالله ویلي دي چې تاجیکستان د ملي روغې جوړې بریالۍ تجربه لري نو ځکه یې افغان سوله کې د هغه هېواد همکاري غوښتې ده.
د تاجیکستان رول
د افغانستان د ولسي جرګې غړي نعمت الله کریاب دویچه ویله ته وویل، د افغان سولې له پاره په سیمه کې د هر هيواد دروازې ټکول د هيواد په ګټه دی. هغه د تاجیکستان رول له هر اړخه مهم بولي: «د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله چې تاجيکستان ته تللی، دغه هيواد د افغانستان د ګاونډي ترڅنګ خپل اغیزې لري هم په قومي لحاظ او هم د نورو مصلحتونو پر بنیاد، ښه دی چې د هغوی نظر هم واخېستل شي، ښه ده چې د سیمي هيوادونو د اجماع په راوستلو کې زیار واېستل شي.»
په رسنیزو چارو کې د ملي روغې جوړې شورا ستر سلاکار مجیب الرحمن رحیمي، چې په دغه سفر کې د عبدالله عبدالله ملتیا کوي وايي تاجيکستان د افغانستان تر ټولو نیږدې متحد ګڼل کیږي.
رحیمي پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د تاجیکستان رول د افغانستان د یوه ګاونډې په توګه دلته په سولې او ټیکاؤ او ترهګري سره مبارزه کې مهم دی.»
رحیمي زیاتوي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاؤ د سیمي نښلولو، سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا او د ترهګرۍ له منځه وړلو زمینه برابروي.
خو ځینې منتقدین وايي، افغان چارواکي ددغسې سفرونو پرځای د افغان سولې تیاره اړخونه دي خلکو ته روښانه کړي.
سیاسي فعالې مریم اروین دویچه ویله ته وویل، په تیرو څو میاشتو کې یوازي ډاکټر عبدالله لږ تر لږ شپږ ځله د سیمې هيوادونو ته سفرونه کړي دي: «په اوسنیو برخلیک ټاکونکو شرایطو کې د افغانستان ملت په تمه دی چې د افغانستان د سولې بهیر ریښتوني جزیات ورسره شریک شي.»
په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د شل ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ پر پنځمه بیا ددغو خبرو د پيل ځای لاهم د بحث وړ دی.
اغلې اروین وايي، که چېرې عبدالله د سولې خبرو راتلونکو پړاونو له پاره د تاجيکستان د کوربتوب په موخه هلته تللی وي، باید د افغانستان له خلکو سره په دې اړه مشوره وشي.
اسماعیل شاکر – کابل