1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سرحده خبريالانو د جوليان آسانج آزادېدل غوښتي دي

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

متحده آيالاتو ته د تسليمېدو په هکله تر يوې ټاکونکې محکمې مخکې بې سرحده خبريالانو د ويکي ليکس د بنسټګر جوليان آسانج خوشې کېدل غوښتي دي. نوموړی د درو کلونو راهيسې په زندان کې دی.

https://p.dw.com/p/4A7yy
Großbritannien | Gericht entscheidet über Auslieferung von Assange an die USA
انځور: Henry Nicholls/REUTERS

په لندن کې د بې سرحده خبريالانو د ټولنې استازې رېبکا وينسنت وويل چې »موږ د کورنيو چارو پر وزيرې غږ کوو چې د لويې بريتانيا د هغې ژمنې مطابق دې عمل وکړي چې د رسنيو له آزادۍ څخه به دفاع کوي، او په دې ترتيب يې تسليمېدل رد کړي.«

له څه باندې درو کلونو راهيسې بندي شوی جوليان آسانج بايد د هغې په خبره سمدلاسه له زندان څخه آزاد کړای شي. د وينسنت په خبره يو ځل بيا د دغه ۵۰ کلن سړي قضيه په يوې سياسي موضوع اوښتې او يوې سياسي پرېکړې ته اړتيا لري.   

جوليان آسانج د ۲۰۱۹ کال په اپريل کې ونيول شو وروسته له هغې چې په کلونو يې په لندن کې د اکوادور په سفارت کې ژوند کړی وو.

د امريکا متحده آيالاتو څارنوالان غواړي چې دغه ۵۰ کلن فعال د جاسوسۍ په تور محکمې ته راکش کړي.

په دغسې يوه قضيه کې هغه ته تر ۱۷۵ کاله پورې بند متوجه دی. په هغه باندې تور دی چې له افشاکوونکې چېلسي مېنينګ سره يو ځای يې په عراق او افغانستان کې د امريکايي پوځي ماموريتونو محرم مواد غلا کړي او خپاره کړي چې په دې ترتيب يې د متحده آيالاتو د خبرورکوونکو ژوند په خطر کې اچولی دی.

خو د ده ملاتړکوونکی آسانج يو تحقيقي ژورناليست بولي چې جنګي جنايتونه يې افشا کړي دي. د تقريبا دوو کلونو راهيسې اوس امريکا ته د احتمالي تسليمېدو په هکله حقوقي کشماکش روان دی.

Großbritannien | Priti Patel
د بريتانيا د کورنيو چارو وزيره، پريتي پاتېلانځور: Yui Mok/PA Wire/empics/picture alliance

د بريتانيا تر ټولو لوړې محکمې په دې وروستيو کې د دغه آستراليايي د تسليمدو په وړاندې د استيناف غوښتنه رد کړې وه. اوس ښايي همدا نن د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۲۰مه) د تسليمېدو پرېکړه صادره شي چې ورپسې د بريتانيا د کورنيو چارو وزيرې پريتي پاتېل ته سپارل کيږي.

د آسانج د مدافع وکيلانو ته بيا څلور اوونۍ وخت ورکول کيږي چې د اعتراض له پاره خپل دلايل وړاندې کړي. خو پرېکړه په پای کې بيا پاتېل کوي.

آ./ن.ص./ا.ا.