1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سارې وچکالي او ښارونو ته د افغان کروندګرو ګډه کيدل

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو تر څنګ، وچکالي هم يوه له جدي ستونزو څخه ګڼل کيږي. دغه پديده د دې لامل شوې چې اوس ډيری کروندګر خپلې کروندې پريږدي او ښارونو ته ګډه شي.

https://p.dw.com/p/33265
Dürre in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

غلام عباس د افغانستان په شمال کې له هغو بزرګرانو څخه یو دی چې خپل څاروي يې پلورلي او د زرونو نورو بزګرانو په څير اوس ښار ته راکډه شوی دی. هغه وروسته له هغې د خپل کور او کروندې پريښودو ته اړ شو چې په ځمکه کې ېې د غنمو حاصلات لږ شول او د اوبو څاه ګانې وچې شوې.

د سړو او مرطوبو مياشتو پر وخت، د افغانستان په ډیرو سيمو کې د واورې او باران لږ وريدل، ژمني حاصلات لږ کړي دي. دغه کار له يوې خوا د کروندګرو په ژوند کې ډيرې ستونزو راولاړې کړي او له بل لوري د خوراکي موادو د جدي کمښت خبرداری رامنځ ته کړی دی.

۴۵ کلن عباس مجبور شوی چې د کورنۍ له ۱۱ غړو سره يې د «چارکينت» ولسوالۍ څخه د کار موندنې له پاره د مزارشريف ښار ته راشي. هغه چې له درو لسيزو راهيسې د کرهڼې کار کوي، د فرانسې خبرې آژانس ته يې وويل: «زه د سږکال په څير سخته وچکالي په ياد نه لرم. تر دې مخکې زه هيڅ وخت نه وم مجبور شوی چې د وچکالۍ له وجې خپل څاروي وپلورم او کور او کلی مې پريږدم.»

نورې انديښنې

دغه راز اوسني وچ موسم او د تودوښې لوړې درجې، د پسرلي او اوړي موسمونو د حاصلاتو په اړه هم انديښنې راولاړې کړي. دا هغه حاصلات دي چې د کال په پای کې راټوليږي.

د «لوږې خبرداری ورکونکي سيستمونو شبکه» چې په کال ۱۹۸۵ کې د امريکا متحده ایالتونو د پراختيايي ادارې له خوا رامنځته شوې ده، وايي چې د افغانستان د غنمو د سږني حاصلاتو کچه به له ۲۰۱۱م کال راوروسته تر ټولو ښکته حد ته ورسيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم خبرداری ورکوی چې افغانستان به سږکال د شاوخوا ۲ اعشاريه ۵ ميليون ټنه غنمو له کمښت سره مخ شي چې دا له دوه میليونو څخه ډیر انسانان د خوراکي موادو د کمښت له ګواښ سره مخ کوي. دغه نړيوال سازمان ويلي دي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د جدی بشري مرستو رسولو اړتيا ليدل کيږي.

په افغانستان کې بې سارې وچکالي ښارونو ته د کروندګرو د کډه کيدو لامل واقع شوی دی.

په لسونو زره پسونه او وزې تلف شوي دي. ډيرو کروندګرو د کرکيلې ساتلې تخمي غلې دانې هم مصرف کړي دي. په اکثرو ولایتونو کې سيندونه او د اوبو څاه ګانې وچې او څړځايونه پر وچو ډاګونو باندې بدل شوي دي.

د ناورين ويره

Dürre in Afghanistan
وچ کالۍ لامل شوې چې ډيری کروندګر له خپلو سیمو ښارونو ته ګډه شيانځور: AFP/Getty Images/F. Usyan

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري همغږی کوونکی توبي لانزر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «که چيرته ادارې او نړیواله ټولنه له اوسه دغو ستونزو د حل له پاره ګامونه پورته نه کړي، افغانستان به په راتلونکي ژمي کې له ناورين سره مخ شي.»

د ويلو ده چې د عباس په څير په زرونو کروندګرو خپلې هيلې له لاسه ورکړي دي. دوې د ژوندي پاتې کيدو له پاره خپلې ځمکې او کورونه پريښې او د ښارونو مرکزونو ته کډه شوي دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۷۰ زره کسان د وچکالۍ له امله دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پريږدي او ښارونو ته کډه شي.

کرهڼه د افغانستان په اقتصاد کې د ملا د تير حيثیت لري. د ملګرو ملتونو د آمارو له مخې، د افغانستان ۱۵ ميليونه وګړي په شلو ولايتونو کې د کرهڼې په چارو بوخت دي. داسې انديښنې شتون لري چې د دغو افرادو له منځه به ډير شمير يې د بې کاره او بيځایه شويو کسانو په ډله کې ورزيات شي، کوم چې له ګاونډيو هيوادونو راغلي او یا هم په ځيو ولايتونو کې د جنګونو له امله خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

د افغانستان دولت او نړیوالو ادارو تر منځ د شوي توافق له مخې، بايد ۶۰ زره ټنه غنم له ستراتيژکو زيرمو څخه وښکل او اوړه کړل شي.

د ملګرو ملتونو بشري همغږی کوونکی که څه هم دغه مقدار غنم کافي نه بولي، خو باور لري چې دا به يو ښه پيل وي.

د فرانسې خبري آژانس/ ن. ا/ م. ک.ص

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: