1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بوکو حرام» په سونو انسانان قتل عام کړي

afp,dpa,APE۱۳۹۳ دی ۲۵, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان په خبره د نايجيريا په شمال «باگا» ښار کي د بوکو حرام ډلي يرغل د تروريستانو تر ټولو خونړی وو. په سونو انسانان ظالمانه وژل سوي او په زرونو ودانۍ له خاورو سره خاوري سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EKkW
انځور: picture alliance/AP Photo

د بخښني نړيوال سازمان (AI) د نايجيريا د «باگا» ښار داسي انځورونه وړاندي کړي دي، چي له سپوږمکۍ څخه اخيستل سوي دي او دغه ښار او شاوخوا کيلي ئې تر يرغل دمخه او وروسته په ډېر لوړ کيفيت سره پکښي ښوول کيږي.

په دغه نړيوال سازمان کي د نايجيريا يوه کارپوه دانيل اير، ويلي دي په عکسونو کي ښکاري چي د باگا ښار او شاوخوا کلي په بشپړه توگه تخريب سوي دي. هغه ويلي دي: «کورونه، ښوونځي او روغتونونه سوځول سوي دي.»

د امنيستي، د اټکلونو له مخي پر بوگا باندي د تروريستانو په يرغل کي چي د جنورۍ مياشتي پر ۳مه نېټه سوی دئ، نزدې ۳۷۰۰ ودانۍ په بشپړه توگه نړېدلي يا تاواني سوي دي. ويل کيږي چي دغه ښار تروريستانو په يوه ډاگ بدل کړی دئ.

د نه منلو وړ زورزياتی

د بوکرام افراطي ډلي په دغه يرغل کي د بخښني نړيوال سازمان د اټکلونوله مخي په «سونو» انسانان قتل عام سوي دي. د دغه سازمان يوه کارپوه ايري، له بې بې سي سره په خبرو کي ويلي دي، چي د ترهگرو په دغه بريد کي چي تر اوسه پوري تر ټولو ستر وو، د قربانيانو شمېر به ئې تر ۶۰۰ انسانانو واوړي. خو د نايجيريا حکومت بيا ويلي دي چي په دغه بريد کي نزدې ۱۵۰ انسانان وژل سوي دي.

څارونکي وايي چي د قربانيانو د کره شمېر معلومول ستونزمن کار دئ، ځکه دغه سيمي له يکشبې ورځي راهيسي په بشپړه توگه د ترهگرو په کنترول کي ده.

د دغي پيښي عيني شاهدانو ويلي دي چي د بوکو حرام ډلي جنگيالیو په سيمه کي هر هغه څوک چي به په مخه ورتلل وژله او ډېر کوچنيان هم وژل سوي دي. په يوه پيښه کي يه اميدواره ښځه ويشل سوې او وژل سوې ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ د سه شنبې په ورځ دغه يرغل وغانده.

بوکو حرام د نايجيريا په شمال کي چي اکثره اوسېدونکي ئې مسلمانان دي د يوه اسلامي دولت د جوړولو له پاره مبارزه کوي. ويل کيږي چي پر «باگا» باندي د ستر يرغل هدف په دغه سيمه کي د هغي ملېشې له منځه وړل ول، چي د وسله والو ډلو پر ضد يې د دغه هيواد د پوځ ملاتړ کاوه.