بوسنیا شپږ افغان مهاجر د ترهګرۍ او انساني قاچاق په شک نیولي
۱۳۹۷ اسفند ۱, چهارشنبهرویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه شپږ مهاجر د تر ۲۵۰۰۰ زیاتو هغو مهاجرو له ډلې څخه دي چې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو هنګري او سلوانیا له لوري د پولو تر تړل کیدو وروسته بوسنیا ته ورغلي دي. زیاتره دغه مهاجر د پاکستان، افغانستان، عراق او ایران وگړي دي.
د بوسنیا د بهرنیو چارو د خدماتو ادارې ویلي دي چې له نیول شوو شپږو مهاجرو څخه پر پنځو یې له نړیوالې ترهګرۍ سره د تړاو شک کیږي او پر شپږم یي بیا د انساني قاچاق او سازمان شوو جرمونو گومان کیږي.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه کسان «عامه نظم او امنیت» ته خطر متوجه کوي او په وینا یي له دغه هیواده به اخراج شي.
د رپوټونو له مخې دغه شکمن کسان د بوسینا په پلازمېنه سرایوو او شمال لویدیځ ښار بیهاچ کې نیول شوي دي. په بیهاچ ښار کې تر۵۰۰۰ زیات مهاجر د ژمې په سخت موسم کې له میاشتو راهیسې بند پاتې دي او د کروشیا پولیس یې د وړاندي سفر مخه نیسي.
د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په ترڅ کې چې تر یوه میلیون زیات مهاجر د بالکان له لارې لویدیځ اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسول، د بوسنیا له لارې استفاده نه کیده. خو د بالکان لاري تر بندیدو وروسته دغه هیواد د مهاجرو له پاره په یوه ستره ترانزیتي لاره اوښتی دی.
زموږ له آرشیف څخه: